د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان نجونو د ښوونځیو تړل؛ یو شمېر زده کوونکې 'په رواني ناروغیو اخته' شوي 


افغانې زده کوونکې
افغانې زده کوونکې

د تېرکال د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او اوس یو شمېر زده کوونکې وايي له همدې کبله په «روانې ناروغیو» اخته شوي دي.

اضطراب، ویره او ترهه، ژور خپګان، اندېښنې، د ذهن کمزورتیا او یاد فراموشي‌ هغه ناروغۍ دي چې د یو شمېر زده کوونکو نجونو په وینا پرې اخته شوي او تجربه کوي يي.

په کابل کې د یو ښوونځي د ۱۱ ټولګي زده کوونکې ام البنین امریکا غږ ته وویل چې د ښوونځیو په تړل کېدو سره هغه په رواني او روحي لحاظ ډېره ځپل شوې ده.

نوموړې وویل: «تل په دې فکر کوم چې ښوونځي به بېرته کله پرانیستل کېږي، دومره شتمن هم نه یو چې په کورونو کې خصوصي کورسونو ته ولاړه شم.»

د کابل د یو بل ښوونځي د اتم ټولګې زده کوونکې سارا وايي‌ چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته په کور کې ناسته ده، هېڅ نپوهېږي چې څه وکړي او دا وخت څنګه ښه پرې تېر شي.

هغې وویل چې د نامعلوم برخلیک او نامعلومې ایندې په اړه د فکر کولو له کبله ورته یاد فراموشي پیدا شوې او خبرې او مسائیل یې هېرېږي.

سارا وویل: «د ښوونځیو د تړل کېدو له کبله موږ ته رواني ناروغي پیدا شوې ده، په کور کې چې یو شی په کوم ځای کې کېږدم، بیا مې هېر وې چې چېرې مې اېښی. پېسې نلرم چې کورس ته ولاړه شم، زموږ ښوونځي دې باید پرانیستل شي. زموږ روحي او رواني وضعیت ګډوډ شوی.»

د دولسم ټولګي یوې بلې زده کوونکې سمیرا بیا په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې باید په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره لاس په کار شي.

هغې وویل:‌ «په کور کې او د کور د باندې هر چېرې چې ځو فکرونه مو پرېشان دي او نپوهېږو چې چېرې یو او څه کوو. زموږ اینده نا معلومه ده او بې برخلیک یو.»

په همدې حال کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانو «د نجونو ښوونځي پرانېزئ، افغانې نجونې پرېږدئ چې زده کړې وکړې» تر شعار لاندې کمپاین پیل کړي ‌دي. په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغان نجونو ښوونځي پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په کابل کې د طالبانو د عالمانو د شورا مشر فقیرالله فایق امریکا غږ ته ویلي‌ وو چې د دوی «امیر المومنین د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو سره ستونزه نلري او ژر به پرانیسستل» شي. خو هغه په دې اړه دقیق معلومات ورنکړل چې کله.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم د طالبانو په مشرانو انتقاد کړی و چې باید د نجونو ښوونځي پرانیزي او هغوی ته د تعلیم او کار زمینه برابره کړي.

د افغانستان د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې د امریکا د حکومت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغان مېرمنې په نړۍ کې تر ټولو له سختو محدودیتونو او بندیزونو سره مخامخ دي.

طالبانو په وار وار ژمنه کړې وه چې تر شپږم ټولګي ورپورته به د نجونو ښوونځي پرانیزي،‌ خو د نړیوالې ټولنې د استازو په وینا په خپلو ژمنو یې عمل ونکړ.

د طالبانو حکومت د دې ترڅنګ د ښځو په کار، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو باندې هم کلک بندیزونه لګولي دي. نړیوالې ټولنې دا بندیزونه غندلي ‌او د هغه د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG