د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ډنمارک له افغانستان سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته کړې


بشري مرستې
بشري مرستې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وايي‌ چې د ډنمارک حکومت د افغانستان د مرستو له صندوق سره تازه ۲.۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

اوچا له ډنمارک څخه مننه کړې ده چې دا بشري مرستې یې کړې او د نورو مرستو غوښتنه یې هم کړې ده.

دغې ادارې نن سه شبنه ۱۲ (چنګاښ ۲۱)په خپل رسمي ټویټر کې په دې اړه لیکلي دي: «ډېره مننه ډنمارک چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق دوامدار بسپنه ورکوونکي یاست او له تازه ۲.۵ میلیون ډالر مرستو مو هم مننه.»

اوچا دا مرستې په افغانستان کې د بې وزلو د لاسنیوي په برخه کې مهمې ګڼي او ویلي دي چې اړمنو ته به د مرستو رسول روان ساتي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې نژدې ۲۳ میلیون خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نلري.

ملګري ملتونه وايي چې لس میلیون افغان ماشومان عاجلو مرستو ته ضرورت لري.

څه موده مخکې مرسته کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د ۲.۴ میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې وکړې. ملګري ملتونه وايي‌ چې د افغانستان د بشري‌ بحران د کنترولولو لپاره ۴.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ جمهوري نظام نسکور شو، طالبان بیا واک ترلاسه کړ او ورسره له افغانستان څخه ټولې بهرنۍ مرسته کوونکې ادارې ووتلې، لسګونه زره خلک ورسره بېکار او بې روزګار شول له افغانستان سره تر ډېره نړیوالې مرستې بندې شوې.

د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو تکیه و. اوس نړیوال له طالبانو سره مخامخ مرستې نکوي‌ او له افغانستان سره کېدونکې مرستې د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له لورې اړمنو ته رسول کېږي.

XS
SM
MD
LG