د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د بلخاب ولسوالۍ بې ځایه شوي کورنۍ مرستې ته اړتیا لري


د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي، په دې وروستیو ورځو کې يې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ څخه بامیانو ته کډه شوو ۳۸۰۰ تنو بې ځایه شوو ته خیمې، کمپلې او خواړه برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ د خپل ټویټر په پاڼه د دوشنبې د ورځې ناوخته جولاې ۱۱ (چنګاښ ۲۰) لیکلي چې د سرپل ولایت څخه بې ځایه شوې کورنۍ د بامیانو ولایت د یکاولنګ په ولسوالۍ کې ځای په ځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنري ویلي: " د بلخاب ولسوالۍ څخه بې ځایه شوو ترمنځ د سرپناه او خوړو اړتیا خورا زیاته ده د دې لپاره چې په بامیان کې د ۲۷۰۰ مترو په لوړوالي د شپې پر مهال د حرارت درجه ډیره سړه وي".

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د خوړو د نړیوالې ادارې (ډبلیو ایف پي) او د خپلو نورو همکارانو په ملتیا دغو بې ځایه شوو ته د اړتیا وړ مرستې برابروي.

د تیرې جمعې په ورځ ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جولاې په اتم په یو راپور کې ویلي چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د وروستیو جګړو له امله لږ تر لږه ۲۷ زره تنه له خپلو مینو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

اوچا ویلي چې د بلخاب په ولسوالۍ کې یې له لسو زرو څخه زیاتو کسانو ته خواړه او نور د اړتیا وړ مواد برابر کړي دي.

اوچا وايي چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ څخه زیات شمیر کورنۍ ګاونډیو شمالي ولایتونو او د بامیان ولایت ته کډه شوي دي: "په بامیان ولایت کې په سیمه کې زمونږ ټیمونه وايي چې له شپږ زرو څخه زیات بې ځایه شوي کسان دغه ولایت ته تللي. مونږ او زمونږ د ملاتړو ادارو همکاران دغو بې ځایه شوو ته خواړه، روغتیايي خدمات، تعلیم او روحي درملنې ملاتړ سربیره هغوی ته نغدي پیسې او نورې د اړتیا وړ مرستې برابرې کړي دي".

د سرپل ولایت د بلخاب په ولسوالۍ کې دا کورنۍ وروسته له هغې له خپلو سیمو څخه کډه کولو ته اړ شوې، چې د چنګاښ د میاشتې په سر کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو او مولوي مهدي مجاهد د وسله والو ترمنځ نښتې وشوې. په دې نښتو کې دواړو خواو ته د سر د زیان د رسیدلو سربیره د یو شمیر ملکیانو د وژل کیدو ادعاوې هم شوي دي.

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د چنګاښ په اتمه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په دې اړه څېړنې کوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا غږ سره خبرو کې په بلخاب ولسوالۍ کې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه راپورونه رد کړي دي.

ذبیح الله مجاهد وویل: "هغه ادعاوې چې هلته غیر نظامیانو زیان لیدلی، کاملا ناسمې او له حقیقت څخه لېرې دي او په بشپړ ډول یې ردوو".

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته مولوي مهدي مجاهد، د طالبانو لخوا د بامیانو ولایت د استخباراتو د رئیس په توګه ټاکل شوی و، خو بیا تر څه مودې وروسته له دغې دندې څخه لیري کړای شو. مولوي مهدي مجاهد د یو بانفوذه شعیه قومندان په توګه د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو ځواکونو او د تیر رژیم د ځواکونو په وړاندې په جګړه کې برخه لرله.

تر دامهاله د هغه د لیري کېدو ښکاره دلیل نه دی معلوم شوی.

XS
SM
MD
LG