د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو خبرداری سره سره د کابل هوایي ‌‌‌ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه


د طالبانو د خبرداري سره سره نن پنجشنبه د اګست ۲۶ ( وږې څلورمه ) د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د هغو افغانانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کیده چې له مخکې اطلاع ورکړل شوې ده.

لسګونو افغانانو نن سهار په مسافر وړونکو بسونو او کاسټر موټرو کې د هوایي ډګر دروازې مخ ته د ننوتلو انتظار کاوه.

د حمدالله په نوم یو مسافر وویل، کابل کې د یو بهرني سفارت سره یې کار کاوه او دا ټول مسافر د یو شمیر سفارتونو کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي دي چې د سفارتونو له خوا د اطلاع وروسته د ښار له بیلابیلو برخو څخه په موټرو کې پورته شوي او هوایي ډګر ته روان شوي دي.

یو شمیر افغانان په داسې حال کې هوایي ډګر ته د ننوتلو هڅې کوي چې طالبانو ویلي د اګسټ د ۳۱مې نیټې څخه وروسته به امریکا او نورو هیوادونو ته د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر څخه د افغانانو د ایستلو بهیر اوږدیدو ته اجازه ورنکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې خبریالانو ته وویل چې هوايي ډګر ته به د بهرنیو اتباعو پرته افغانانو ته د تللو اجازه ورنکړي.

بلخوا سپینې ماڼۍ د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ ( وږې دریمه) ویلي امریکا خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو د SIV پر شرایطو برابر کسان او نور هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي ډیر ژر له هغه هیواد څخه بهر کړي.

سپینې ماڼۍ د ټویټر په څلورو پیغامونو کې لیکلي چې دا کار د بشر په تاریخ کې د ترانسپورت په یوه ستر ماموریت کې ترسره کیږي.

په یوه ټویټ کې راغلي:"موږ د ځانګړو ویزو پر شرایطو د زرګونو برابرو افغانانو لیږد ته دوام ورکوو."

سپینې ماڼۍ همدارنګه په یوه بل پیغام کې لیکلي چې د امریکا حکومت د جوبایډن په لارښونه ، د ځانګړو ویزو متقاضیانو ته ډیر امکانات برابر کړي او مخکې له دې چې طالبان پر کابل وکمن شي د اس ای وي د متقاضیان ادارې کارونه پنځوس سلنه کم شوي وو.

د افغانستان هغه اتباع چې په افغانستان کې یې د امریکا پوځ او یا هم د امریکا حکومت ته کار کړی وي په امریکا کې د میشت کیدو پر شرایطو برابر کیږي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې تر اوسه څه باندې ۷۰ زره کسان د خاصو ویزو له لارې امریکا ته راغلي دی او اوسمهال ۱۸ زره نورو کسانو دغو ویزو ته وړاندیز ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG