د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان بانک: هڅه کوو د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ټیټېدو مخه ونیسو


د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

په داسې حال کې چې د افغانیو بیه د امریکايي ډالرو په وړاندې په بېساري ډول راټیټه شوې د افغانستان بانک وايي، د افغانیو د بیو د ثبات په موخه یې له صرافانو، د سوداګریزو بانکونو له استازو او یو شمېر سوداګرو سره یې پرون او نن بېلابېلې غونډې کړي دي.

د افغانستان بانک نن سې شنبه ډسمبر ۱۴ (لېندۍ ۲۳) ویلي، هڅه کوي چې «ډير ژر» د ډالرو په وړاندې د ډالرو د افغانیو د بیو د ټیټوالي مخه ډب کړي.

یاد بانک ویلي چې د افغانیو د بیو د ثبات لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې راعلي: "د افغانستان بانک د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې ده چې د پالیسو او ستراتیژیک پلان په اساس د هغو نوسانونو څخه چې د خلکو د پيرودنې د قدرت د زیانمن کېدو لامل کیږي د امکان تر حده مخنیوی وکړي."

د افغانستان بانک هیله ښودلې چې له اړوندو ادارو سره د ګډې همکارۍ له لارې به د افغانیو د مبادلې د نرخ ساتنه وکړي.

د افغانستان بانک په داسې مهال د افغانۍ د ثبات لپاره اقدامات کوي او «مهمې لارې چارې» پیدا کوي چې د دوشنبې په ورځ‌ ډسمبر ۱۳ (لېندۍ۲۲) په کابل کې د اسعارو د تبادلې په بازار کې یو ډالر په ۱۲۵افغانیو تبادله کېده.

دا په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د افغانیو ارزښت دومره لویږي. د طالبانو له راتګ وروسته د افغانیو ارزښت په بیساري ډول مخ په ښکته روان دی.

تیره ورځ د طالبانو د وزیرانو شورا په غونډه کې هم پرېکړه شوې چې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته شي.

د طالبانو لخوا د خپره شوې اعلامیې له مخې په دغې پرېکړې کې ویل شوي چې د طالبانو د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ « اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې ده چې د ټولو اقتصادي نهادونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه عاجل اقدامات» وکړي.

په پرېکړې کې همدغه راز ویل شوي‌ چې د افغانۍ د ثبات لپاره دې «د هر ډول ډالرو د قاچاق، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش» مخه هم ونیول شوي.

بلخوا په دې وروستیو کې د افغانیو په وړاندې د امریکايي ډالر او نورو بهرنیو اسعارو په لوړېدو سره په افغانستان کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوي چې خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG