د لاس رسي وړ اتصالات

۱۲۵ افغانۍ په یو ډالر؛ طالبان د افغانۍ د ثبات ساتلو لارې چارې لټوي


افغانۍ د ډالر په مقابل
افغانۍ د ډالر په مقابل

طالبان وايي چې د دوی د وزیرانو د شورا په غونډه کې پرېکړه شوې چې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې د دغې غونډې پرېکړه خپره کړې ده.

په دغې پرېکړې کې ویل شوي چې د طالبانو د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ « اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې ده چې د ټولو اقتصادي نهادونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه عاجل اقدامات» وکړي.

په پرېکړې کې همدغه راز ویل شوي‌ چې د افغانۍ د ثبات لپاره دې «د هر ډول ډالرو د چاقاق، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش» مخه هم ونیول شوي.

خو طالبان نه وايي چې ډالر له افغانستان‌ څخه څنګه او چېرې قاچاق کیږي. پخوا داسې راپورونه وو چې ډالر تر ډېره ایران ته قاچاق کېدل. دا نه دي ویل شوي چې جعلي افغانۍ د افغانستان په کومو سیمو کې وېشل شوي او یا وېشل کیږي.

طالبان داسې مهال د افغانۍ د ثبات لپاره اقدامات کوي او «مهمې لارې چارې» پیدا کوي چې د دوشنبې په ورځ‌ ډسمبر ۱۳ (لېندۍ۲۲) په کابل کې د اسعارو د تبادلې په بازار کې یو ډالر په ۱۲۵افغانیو تبادله کېده.

دا په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د افغانیو ارزښت دومره لویږي. د طالبانو له راتګ وروسته د افغانیو ارزښت په بیساري ډول مخ په ښکته روان دی.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مطبوعاتي مسؤل مجید احمدزادهڅو ورځې مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې دافغانیو د ارزښت د کمېدو یو علت دافغانستان په بانکونو کې د پیسو نشتوالیاود ډالرو زیاته تقاضاده.

ښاغلي احمدزاده ویلي وو: "مخکې به په اونۍ کې د افغانستان بانک لخوا له ۷۰څخه تر ۸۰میلیون ډالر بازار ته وړاندې کېدل،خو اوس نشته، زموږ هیواد ډالرو ته زیاته اړتیا لري، ځکه موږ یو مصرفي هیواد یو."

نوموړي خبرداری ورکړی و که وضعیت همداسې وي، افغانۍ به د بهرنیو اسعارو په وړاندې نوره هم ټيټه شي.

په همدې حال کې د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانیو د ارزښت د لویدیو لوی علت د طالبانو حکومت بولي.

هغه په خپل ټویټر او فیسبوک کې لیکلي دي: «د افغانستان د خصوصي بانکونو سقوط، د حقاني شبکې لاس ته د مرکزي بانک لویدل، د بهرنیو اسعارو د ازادې تبادلې مخنیوی، د سرای شهزاده تړل، د ګمرکونو د عوایدو چپاول، د نشه يي توکو او مخدره موادو کر کیلی او تولید عام کول، د ناقانونه افغانیو احتمالي چاپ ته مخه کول، د پټو مرستو جلبولو لپاره ترهګرو ډلو ته مراجعه کول او نهایتآ له پاکستان او څو نورو استخباراتي‌ حلقو څخه ناچیزه مرستې ترلاسه کول د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د نه درېدونکي سقوط لاملونه دي».

نوموړي تر دې مخکې ادعا کړې وه چېد ټولو خصوصي بانکونو مالکان د «طالبانو د شکنجې، اختطاف او ناانساني چلند» له کبله له افغانستان څخه تښتېدلي او په خبره یې طالبانو د خصوصي بانکونو کنترول په خپل لاس کې اخیستی او «شمتنۍ یې غصب» کړي ‌دي.

خو د افغانستان بانک اعلان کړی و چې په بانکونو کې د خلکو شتمنۍ خوندي‌ دي. د افغانستان بانک په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بانک په خصوصي‌ بانکونو نظر ساتي او د افغانستان د بانکدارۍ نظام به ژر خپل عادي‌ حالت ته ستون شي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي ووکه له افغانستان سره مرسته ونشي، بانکي نظام به یې سقوط شي.

XS
SM
MD
LG