د لاس رسي وړ اتصالات

ایا پاکستان د الظواهري په وژلو کې له امریکا سره مرسته کړې؟


Drone
Drone

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته داسې پوښتنې پیدا شوې چې ایا پاکستان د تېر په څېر یو ځل بیا پر افغان خاوره د برید په ترسره کولو کې له امریکا سره مرسته کړې ده یا نه.

پاکستان چې د امریکا یو لوی غیر ناټو متحد دی، شل کاله مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ته اجازه ورکړه چې له خپلې خاورې او هوا څخه په استفادې د طالبانو پر ضد بریدونه وکړي.

د پاکستان د حکومت مخالفه سیاستواله او د دغه هیواد یوه پخوامنۍ وزیره شیرین مزاري په ټویټ کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د ایتلافي حکومت څخه وغوښتل چې په دې اړه وضاحت ورکړي چې ایا امریکا ته یې «په پټه توګه» اجازه ورکړې چې په کابل باندې د برید لپاره ددې هیواد د یوې پوځي اډې څخه استفاده وکړي، که نه.

هغې لیکلي، چې امریکايي الوتکې د خلیج له سیمې څخه د افغانستان په لور الوتلي دي، ایران امریکا ته اجازه نه ورکوي، چې هوايي حریم یې وکاروي، "نو ایا د پاکستان د هوايي حریم نه استفاده شوې؟"

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د دغه هیواد د حکومت د مخالفو سیاستوالو تورونو او په دغه حمله کې د اسلام اباد د لاس لرلو په هکله نیوکو ته محتاطانه ځواب ورکړ.

دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په ټوليزه توګه ترهګري غندي او په دې برخه کې د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو په رڼا کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کوي.

شنونکي هم وايي د دې احتمال شته چې پاکستان په دغه برید کې لاس ولري.

په واشنگټن کې د ویلسن په مرکز کې د جنوبي اسیا د مسلو کارپوه مایکل کوګلمن وایي، پاکستان یوازینی هیواد دی چې کیدای شي په دغه امریکایي برید کې اسانتیا رامنځ ته کړي.

هغه زیاته کړې چې "جغرافیه درواغ نه وايي، که دې ډرون په خلیج کې له یوې امریکايي اډې څخه الوتنه کړي وي، نو د ایران پر سر د الوتلو توان نلري. د منځنۍ اسیا له فضا تیریدل غیر مستقیم دي او که هدف د چټکو عملیاتو پیلول وي، ترسره کول یې له دې لارې (منځنۍ اسیا) څخه ګران کار دی." امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ایا طالبان څه شی پټوي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا دغه برید غندلی او وايي نپوهېږي چې د دې برید هدف څوک و.

د طالبانو د مشر دوهم مرستیال عبدالسلام حنفي د ایمن الظواهري د وژل کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی چې څومره د دې برید په اړه پوهیږي دا دي چې هوايي برید شوی او دوی یې غندي. خو هغه د الظواهري وژل کېدل یا نه وژل کیدل نه تاید او نه هم رد کړل.

هغه دغه برید د دوحې له تړون څخه سرغړونه وبلله. خو واشنګټن طالبان له دغه تړون څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ته په پناه ورکولو سره طالبانو د دوحې له هوکړې او ددې ژمنې څخه چې ترهګرو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي سرغړونه کړې.

یو امریکايي چارواکي ویلي دي چې د حقاني شبکې غړو په کابل کې د الظواهري د شتون د پټولو په هڅه کې سمدستي د هغه مېرمن، لور او ماشومان له هغه کور څخه وویستل چې د راپورونو له مخې د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د یو نږدې کس و.

د کابل په مرکز کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل د طالبانو لپاره د سپکاوی وړ زیان دی؛ هغه ډله چې شاوخوا یو کال مخکې واکمنه شوه او د نړیوال مشروعیت په لټه کې ده.

دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په اوزبیکستان کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال وویل چې د دغې ډلې حکومت به د القاعده شبکې په ګډون هیڅ ډلې ته هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ووکاروي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن هم ویلي چې تېره اوونۍ طالبانو هڅه وکړه چې هېوادونه او نړیوال سازمانونه قانع کړي چې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او نه پرېږدي چې افغانستان د تروریستانو لپاره خوندي ځای شي.

ښاغلي نیکلاسن یو په ټویټ کې لیکلي: "د کابل په مرکز کې د متحده ایالاتو په واسطه د الظواهري وژل د دې ډول ادعاو په اړه پخواني شکونه پیاوړي کوي. ایا طالبان نا خبره وو، نه دي توانیدلي یا نه غواړي چې د القاعدې د مشر پر ضد اقدام وکړي؟"

دغه اروپايي چارواکي د ټول شموله حکومت د جوړولو او بشري حقونو ته د درناوي په اړه د طالبانو د ژمنو په اړه هم پوښتنې کړې او ویلي دي: "ایا دوی د دې وړتیا لري چې د افغانستان له خلکو سره کړې ژمنې پوره کړي؟"

XS
SM
MD
LG