د لاس رسي وړ اتصالات

د مقاومت جبهه: طالبان د خطرناکو ترهګرو ډلو کوربانه دي


طالب جنګیالي
طالب جنګیالي

په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د «مقاومت جبهې» طالبان د «خطرناکو افراطي او تروریستي ډلو کوربانه» بللي دي.

د دغې ډلې په اعلامیې کې راغلي دي چې د ایمن الظواهري وژل کېدل « یو ځل بیا د طالبانو په وړاندې چې د خطرناکو نړیوالو ترهګرو کوربه دي د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د برحق دریځ څرګندونه کوي».

دغې جبهې ویلي دي چې په کابل کې د القاعده ډلې د مشر مېشتېدل د دې ښکاره دلیل دی چې «زموږ ګران هېواد یو ځل بیا د سخت دریځو ډلو د راټولېدو په مرکز او د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی».

د «مقاومت جبهې» په خپلې اعلامیې کې همدغه راز ټېنګار کړی دی چې په افغانستان باندې د طالبانو په واکمنۍ سره د القاعده په څېر ډلو ته د بیا راپورته کېدو ښه زمینه برابره شوې ده. دا جبهه وايي چې له طالبانو سره «ناسم تعامل» او د ترهګرۍ د ګواښونو پټول به د سیمې او نړۍ د هېوادونه امنیت له جدي خطر سره مخامخ کړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي دي چې د الظواهري په وژل کېدو سره څرګنده شوه چې افغانستان د دغې ډلې لپاره پناه ځای نه دی.

هغه تېره ورځ خبریالانو ته وویل: « لکه څنګه چې جمهور رئیس بایډن په متداوم شکل ویلي، موږ به اجازه ورنکړو چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي کوم چې ممکن امریکایانو او هیواد ته زیان ورسوي

خو د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مککانل ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته هغه هېواد د ترهګرو د فعالیتونو په یو لوی مرکز بدل شوی دی.

هغه وویل: «نژدې یو کال مخکې له افغانستان څخه ووتلو او طالبان واک ته ورسېدل. هغه مهال القاعده هلته نه وه. په کابل کې د الظواهري موجودیت د پام وړ دی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته القاعده بیا راوګرځېدله. ځکه نو د افغانستان د اوسني وضعیت ښه ګڼل خندوونکی دی.»

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د القاعده ډلې د غړو تګ راتګ ازاد شوی دی او دوی له طالبانو سره ښه روابط لري. د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د استخباراتي راپورونه ارزونې کې راغلي دي چې القاعده د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې پناه ځایونه لري او مشران یې په اسانه کولای شي چې له خپلو غړیو او پلویانو سره تماسونه ونیسي.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په تړون کې دا راغلي دي چې طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپې اړیکې شلوي او اجازه به نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG