د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین له فرانسې او جرمني سره امنیتي تړونونه لاسلیک کوي


د اوکراین، فرانسې او جرمني مشران
د اوکراین، فرانسې او جرمني مشران

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغه۲۷) برلین او پاریس ته ځي چې له دغو هېوادونو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.

دا خبر داسې مهال مخې ته راځي چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل درېیم کال ته په داخلېدو دی.

د جرمني حکومت اعلان وکړ چې ولادمیر زیلینسکي او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز به دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کوي،‌ چې اوږدمهال امنیتي ژمنې او د اوکراین سره همکاري په کې شامل دي.

د فرانسې د ولسمشر امانویل میکرون دفتر ویلي دي چې هغه به د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې له زیلینسکي سره امنیتي تړون لاسلیک کوي.

د مکرون دفتر ویلي دي چې دا تړون د ۲۰۲۳ کال د جولاۍ په میاشت کې په ویلینوس کې د جي-۷ هېوادونو په سرمشریزې کې له اوکراین سره د شویو ژمنو په اساس لاسلیک کېږي.

هغه مهال په غونډې کې په ناټو کې د اوکراین د شمولیت په اړه ژمنه نه وه شوې، خو د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو مشرانو دا تعهد کړی و چې له اوکراین سره به د ډېر وخت لپاره امنیتي مرستې کوي.

بریتانیا د جنورۍ په میاشت کې له اوکراین سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او کیف له نورو هېوادونو سره هم په تماس کې دی چې ورته قراردادونه لاسلیک کړي.

ممکن په دغو تړونونو کې له اوکراین سره د عصري او پرمختللو پوځي تجهیزاتو مرسته او د دغه هېواد د پوځ روزل هم شامل وي. فرانسې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د کیف قوي ملاتړې ده.

د جنورۍ په میاشت کې د فرانسې ولسمشر له اروپايي هېوادونو څخه وغوښتل، که امریکا له اوکراین سره مرستې بندوي، باید هغوی چمتو وي چې له کیف سره مرستې وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر له اوکراین سره د پوځي مرستو لایحه کانګرس ته استولې ده چې تېره ورځ د استازو خونې مشر د دغې لایحې د تصویب مخه ونیوله.

بایډن په وار وار دا خبره کړې ده چې د «روسیې د دیکتاتور ولادمیر پوتین» په وړاندې د درېدو لپاره له اوکراین سره دا مرستې حیاتي دي.

خو د استازو خونې مشر مایک جانسن وویل په دغې لایحې باندې رایه اچوونې ته هم اجازه ورنکړي. د متحدو ایالتونو سنا د سه شنبې په ورځ د ۹۵ میلیارد ډالرو دا لایحه تصویب کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG