د لاس رسي وړ اتصالات

په بنګله دېش کې د اور لګېدو له کبله لسګونه کسان مړه شوي


لا د اور لګېدو دقیق علت معلوم نه دی
لا د اور لګېدو دقیق علت معلوم نه دی

په بنګله دېش کې چارواکي‌ وايي‌ د دغه هېواد په جنوب شرق د ستاکوندا په ښار کې د کانتینرونو په یو ګودام او ډیپو کې د اورلګېدو له کبله نژدې ۵۰ تنه مړه شوي‌ او شاوخوا ۳۰۰ نور ژوبل شوي‌ دي.

د اسوشیتډ پرس د بنګله دېشي‌ چارواکو له خولې لیکلي دي‌ چې په دې پېښه کې تر دې دمه ۴۹ کسان مړه شوي چې نهه یې د اطفايي کارکوونکي دي.

د اطفايي ادارې یو مسئول جلال احمد وویل چې اور تر نیمې شپې لږ مخکې د چیتاګونګ بندر په ۴۰ کیلو مېترۍ کې لګېدلی دی.

چارواکي وايي شاوخوا ۳۰۰ نور خلک ژوبل دي او ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي. دا اور تېره ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۴) پيل شوی دی. په دغه ځای کې شاوخوا ۴۰۰ کانتینرونه ځای په ځای دي.

چارواکي‌ وايي د اطفايي ماموران سیمې ته نژدې وو چې یوه لویه چاودنه وشوه او د اطفايي د مامورانو په ګډون یو شمېر کسان هم په کې ژوبل شول.

د بنګله دېش د اطفايي د خدمتونو او ملکي دفاع ادارې مشر جنرال معین الدین ویلي دي‌ چې له لومړۍ چاودنې وروسته څو نورې زورورې چاودنې هم شوې چې غږونه یې په لېرو ځایونو کې اورېدل شوي دي.

روغتیايي مقامات وايي چې زخمیان ډېر ژوبل شوي‌ او د ۶۰ او ۹۰ فیصده ترمنځ یې بدنونه سوځېدلي او ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.

د بنګله دېش د کانتینرونو د ټولنې مشر راهول امین سیکدر ویلي دي‌ چې ځينې کانتینرونه په ۳۰ هکتاره خصوصي ځای کې اېښودل شوي وو چې د هایدروجن پراوکساید کیمیاوي مواد په کې وو.

په سیمه کې د کانتینرونو د دغه ګودام او ډیپو مسئول مجیب الرحمن ویلي دي‌ چې لا د اور لګېدو علت معلوم نه دی.

بنګله دېش د کانتینرونو شاوخوا ۱۹ ګودامونه او ډیپوګان لري‌ چې د دغه هېواد صادرات او د وارداتو ډېره برخه مدیریت کوي.

تر دې مخکې په بنګله دېش کې په ۲۰۱۲ کې د اورلګېدو په یوې بلې پېښې کې،‌ چې د لباسونو د تولیدو په یوې فابریکې کې وشوه، څه باندې ۱۰۰ تنه مړه شول. تر هغه وروسته په ۲۰۱۳ کې بیا د لباسونو د تولید د یوې فابریکې په نړیدو کې ۱۱۰۰ تنه مړه شول.

XS
SM
MD
LG