د لاس رسي وړ اتصالات

د دوبۍ ښار به یو بل نوی ریکارډ ټېنګ کړي 


نوې ودانۍ به په دوبۍ کې تر ټولو لوړه ودانۍ وي
نوې ودانۍ به په دوبۍ کې تر ټولو لوړه ودانۍ وي

په دوبۍ کې چارواکي وايي پلان لري چې یو نوی څلوېښت پوړېز برج اباد کړي.

دغه برج ته د «لباس قیدک» نوم ځکه ورکړل شوی دی چې د ودانۍ جوړښت به د قیدک سره به شباهت ولري.

یو اسرائیلي معمار زیګو د دغې ودانۍ طرحه جوړه کړې ده.

ویل کیږي چې دا به په دوبۍ کې تر ټولو لوړه او زړه راښکونکې ودانۍ وي. ښاغلي زیګو وویل چې دی او همکاران یې غواړي دا ودانۍ د هغوی د ښه کار د بیلګې په توګه خلکو ته پاتې شي.

د پروژې پلي کوونکي د دغې ودانۍ طرحې ته په اشارې وايي چې دا ودانۍ به د «سولې، هیلې او مینې» نښه وي.

ودانۍ به داسې جوړیږي‌ چې پوړۍ به په یو بل کې ننوتلې وي او یو بل به یې په غېږه کې نیولې وي.

د دغې ودانۍ د رغولو چارې به په ۲۰۲۳ کې پیل شی. په اوله برخه کې به یې یو هوټل چې ۱۲۰۰ خونې به لري جوړیږي او دویمې برخې کې به یې د سوداګرۍ مرکز وي چې ۳۰۰ اپارتمانونه به ولري.

د دغې ودانۍ لاندیني پوړ کې به په ۱۰زره مترمربعه ځمکه کې په زړه پورې هټۍ، رستورانتونه، جیم، هنري او تفریحي ځایونه وي.

XS
SM
MD
LG