د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په 'ملا کې د درد' له کبله د استرالیا تجارتي لیګ کې نه لوبېږي


راشد خان د افغانستان مشهور ستوری دی
راشد خان د افغانستان مشهور ستوری دی

د استرالیا د تجارتي لیګ بګ بش مسئولینو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ) وویل چې د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان د دغه هېواد په سږني تجارتي لیګ کې نشي لوبېدای.

د بګ بش په رسمي فیسبوک پاڼې کې لیکل شوي دي چې د راشد خان "ملا ژوبله ده او د بګ بش د ۱۳ سیزن څخه وتلی" دی. په دغې پاڼې کې لیکل شوي دي:"موږ به دې یادو رشه [راشده]."

راشد خان څو کاله د استرالیا د بګ بش په سیالیو کې د اډلایډ سټرایکز د لوبډلې لپاره لوبې وکړې او هلته ډېر ځلېدلی و.

په دغې اعلامیې کې د هغه د ملا د درد په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي، خو د رسنیو د راپورونو په اساس، د هغه په ملا کې درد پیدا شوی او اوس بریتانیا ته د درملنې لپاره تللی دی.

تېرکال د استرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره خپلې پلان شوې لوبې له دې کبله لغوه کړې چې طالبانو په هغه هېواد کې د نجونو په زده کړو بندیز ولګوه.

راشد خان او نورو افغان لوبغاړو، چې د طالبانو د دغې پرېکړې په ضد یې اعتراض کړی و، د استرالیا د کرکټ بورډ دا پرېکړه هم وغندله.

راشد خان اعلان وکړ چې په بګ بش کې به د لوبېدو په اړه فکر وکړي، خو، څه موده مخکې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې وویل چې راشد خان به په سږني سیزن کې له دغې لوبډلې سره بیا یو ځای کېږي او ورته به لوبې کوي.

افغان ستوری راشد خان تازه د ۲۰۲۳ کال له نړیوال جام څخه ستون شوی دی. ده په دغه نړیوال جام کې په نهو لوبو کې ۱۱ کسان وسوځول او‌په دې سره د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې لومړی افغان شو چې د خپل هېواد لپاره یې ډېرې ویکټې واخیستې.

د افغانسان کرکټ بورډ لا د راشد خان د ملا د درد په اړه څه نه دي ویلي.

راشد خان د نړۍ په بېلابېلو تجارتي لیګونو کې لوبېږي. د هغه د ملا د درد خبره داسې مهال خپره شوې ده چې ټاکل شوې افغانستان د جنورۍ په میاشت کې له هند سره درې شل اوریزې سیالۍ وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG