د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ۱۲ طالبان وژل شوي؛ شپږ یې پاکستانیان دي- چارواکي


چارواکي وايي، په دغه بریدونو کې اووه وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.
چارواکي وايي، په دغه بریدونو کې اووه وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ولایت مقام د معلوماتو په اساس یاد وسله وال تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په «ډنډو» سیمه کې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې وژل شوي دي.

نن جمعه اکتوبر۲۳(لړم ۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یادو بریدونو پرمهال اووه نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

په اعلامیه کې راغلي:"تېره شپه د ځوابيه بريدونو په پايله کې چې هوايي ځواک په کې هم مرسته کړې،د شپږو پاکستانيانو په ګډون ۱۲وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي."

بیان وايي چې د وژل شوو وسله والو طالبانو څخه اووه میله کلاشینکوف او یو میل پیکا هم د افغان ځواکونو لاسته وراغلې ده.

د ننګرهار چارواکو په وینا په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته او افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د زابل ولایت پر شاجوۍ ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو د برید مخه نیولې ده.

دفاع وزارت نن جمعه ویلي چې طالبانو تېره ورځ پلان درلود چې د شاجوۍ ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه وکړي چې د «حسن کارېز» سیمه کې د افغان ځواکونو لخوا هدف ګرځول شوي.

یاد وزارت ویلي چې د افغان ځواکونو په برید کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG