د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار حصارک کې ۱۱ افغان پولیس وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

طالبانو تېره شپه د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي چې چارواکي وايي په جګړه کې د اته محلي پولیسو او پاڅون کونکو سربېره دولس پولیس وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو د حصارک ولسوالۍ پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي په پایله کې یې ۱۱ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

سرچینه وايي چې په دغه جګړه کې د طالبانو د یو سرګروپ جاوید په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې پر څلورو امنیتي پوستو هم بریدونه کړي چې پنځه پاڅون کوونکي او درې محلي پولس پکې وژل شوي دي او همدا راز په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم طالبانو بریدونه کړي چې یو پولیس پکې وژل شوی او درې نور زخمیان دي.

سرچینې ویلي چې په خوږیاڼو او شېرزادو کې د طالبانو د سرې قطعې د جنګیالیو په ګډون ۱۴ وسله وال هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د حصارک په برید کې د عامه نظم پولیسو یو ټانک هم سوځولی دی.

نوموړي ویلي چې اوس په سیمه کې نښته پای ته رسېدلې خو د حکومتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته ده.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې طالبانو دا بریدونه په ډېر هجوم سره کړي او له درنو وسلو څخه یې استفاده کړې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG