د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا برمل کې وژل شوي کسان افغانان، که پاکستانیان دي؟


د پکتیکا امنیتي‌ چارواکي وايي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې وژل شوي کسان افغان قبایل دي.

د دغه ولایت چارواکي وايي، چې د روانې میاشتې پر ۱۹مه او ۱۸مه نېټه په یاده سیمه کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د درې عربانو په ګډون ۱۵ طالبان او اته افغان قبایل وژل شوي دي.

د پکتیکا چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې افغان ځواکونو په برمل کې اته پاکستاني قبایل وژلي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د سې شنبې په ورځ د «کب پر ۲۱مه» امریکا غږ ته وویل چې یاد قبایل د ډیورنډ له فرضي کرښې درې کیلومتره د افغانستان په خاوره کې دننه د «روخې» په نوم سیمه کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"دا وژل شوي کسان د ډېورنډ له کرښې څخه درې کیلومتره د افغانستان خاوره کې دننه د برمل د روخې په نوم سیمه کې وژل شوي او په یوه بله پېښه په یاده سیمه کې ۱۵ وسله وال وژل شوي چې درې تنه یې عربان دي."

نوموړي زیاته کړه چې وژل شوي ملکیان پاکستانیان نه بلکې افغانان دي او په برمل کې د روخې په نوم سیمې اوسېدونکي دي چې د شمالي وزیریستان د میرانشاه څخه یې پاکستاني پيژندپاڼې هم جوړي کړي وې.

قوماندان زیاته کړه:"دا خلک پاکستانیان نه دي دا د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د روخې سیمې اوسېدونکي دي، قبایل دي، په سرحدي سیمه کې ژوند کوي، یعني دا کلی د پاکستان په خاوره کې نه دی د افغانستان په خاوره کې ده."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ادعا کړې وه چې افغان ځواکونو په برمل ولسوالۍ کې اته پاکستاني قبایل وژلي دي.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې "پاکستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د اتو پاکستاني قبایلو وژل کېدل په کلکه غندي."

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت بیا نن سې شنبې په یوې اعلامیې کې ویلي چې په برمل ولسوالۍ د برید «اوازو» په اړه څېړنه کوي.

دغه وزارت ویلي:"ناتائید شوي رپوټونه وايي، چې په دې برید کې یو شمېر ملکي وګړو ته، چې له وزیرستانه بېځایه شوي او هلته مېشت دي مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ددغو رپوټونو په جدي تعقیب بوخت دی او له ټولو افغانانو غواړي، چې په دې اړه د دښمن د ناسمو او مغرضانه تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي."

تر دې مخکې د پکتیکا سیمه ییزو چارواکو ویلي و چې له پاکستان سره پر پوله د برمل ولسوالۍ له نیمايي زیات اوسېدونکي پاکستانۍ پېژندپاڼې لري.

دغه ولسوالي چې د جنوبي وزیرستان سره نژدې پرته ده ویل کېږي چې دواړو خواو ته پراته پښتانه د پولې دواړو خواوته پکې ازاد تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د برمل ولسوالۍ په انګور اډې سیمه کې د پاکستان لخوا جوړ شوي تاسیسات هم د پولې دواړو خواوته د پرتو قومونو لخوا نړول شوي و.

XS
SM
MD
LG