د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند بغرا کانال ته د موټر لوېدو پېښه کې ۸ تنه مړه شوي


د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې «بغرا» کانال ته د یوه مزدا ډوله موټر د لوېدو په پېښه کې ۸ تنه مړه شوي دي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، دغه پېښه نن یکشنبه د «غبرګولې پر ۱۹مه» د یادې ولسوالۍ په ابشک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وویل، په مړه شوو کسانو کې ښځې، ماشومان او نارینه هم شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

هغه وویل:"کله چې دغه موټر د تېرېدو په حال کې و، په دغه ساحه کې بغرا کانال ته لوېدلی دی، چې له امله یې یاد شمېر کسان مړه او ټپيان شوي دي."

چارواکي وايي، چې په دغه پېښه کې د موټر شپږ نورې سپرلۍ ټپيان شوي هم دي.

پر همدې مهال د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالاحد حازم امریکا غږ ته وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه شپږ مړي او څلور ټپیان وروړل شوي دي.

د رامنځته شوي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو لوی لامل، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی، د ټرافیکي اشارو نشتوالی او د ټرافیکي اصولو نه مراعت بلل کېږي.

تر جګړو او سړک غاړې ماینونو وروسته ټرافیکې پېښې افغانانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو بل ستر عامل بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG