د لاس رسي وړ اتصالات

لوستې افغانې ښځې چې اوس خیاطي کوي، په خپلو رشتو کې د کار غوښتنه کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په کابل کې یو شمېر لوستې ښځې چې اوس ددغه ښار په یوه کارخونه کې خیاطي کوي، وايي د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې ښځو ته د زده کړې او په خپل مسلک کې د کار کولو اجازه ورکړي.

د کابل د ګلنګار په نوم کارخونه کې شاوخوا ۱۰۰ داسې ښځې د کالیو په ګنډلو بوختې دي چې ځینې یې وايي، په یوازې سر خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو مسئولیت په غاړه لري.

فاطمه احمدي چې په دغه کارخونه کې زده کړه کوي، وايي: "زه له دولسم ټولګي فارغه یم اوس دلته په کار بوخت یم او د کورنۍ نفقه هم ګټم، خوشحاله یم خو طالبان باید ښوونځي پرانیزي تر څو موږ خپلو موخو ته ورسیږو."

یوه بله خیاطه نجلا سروش یونیم کال کېږي چې د ګلنګار په کارخونه کې کار کوي، وايي د کورنۍ یواځنۍ سپرسته ده وايي. هغې وویل: له حکومت څخه غواړم چې د لوستو مېرمنو لپاره چې له زده کړو پاتي دي د کار زمینه برابره کړي. د خلکو اقتصاد کمزوری دی او داسې کورنۍ شته چې یوازي نجوني لري او هغو ته هم د کار فرصت نشته."

ددې کارخوني مسئولین وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د مېرمنو د ملاتړ په موخه دا چاره پر مخ وړي. دوی له طالبانو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.

د ګلنګار شرکت مسئوله نجیبه حسیني وايي: "موږ له تیرو پنځو کلونو راهیسې دا کار کوو او موخه مو د مېرمنو ملاتړ دی، دلته داسې مېرمني هم شته چې د کور سرپرستي یې له غاړي ده> موږ له حکومت او موسساتو غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي."

بل لور ته د ښځو د حقونو فعالاني وايي چې که هره مېرمن په خپل مسلک کې کار وکړي، ګټه به یې ډېره وي. د دوی په خبره چې لوستي مېرمني باید په خپلو ځانګړو رشتو کې په کار وګومارل شي.

د مېرمنو د حقونو فعاله ګلالۍ ساپۍ وايي: "متاسفانه چې موږ اورو چې لوستو مېرمنو په وړو کارونو ځاk مصروف کړیدی یا خیاطي کوي. زه نه وایم چې خیاطي ښه نده، خو که هره مېرمن په خپله برخه او مسلک کې کار وکړي ثمره به یې ډېره وي."

د طالبانو له لوري په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو او کار تر بندیز وروسته، ډېرو لوستو مېرمنو د خپلو مسلکونو خلاف حرفوي زده کړو او کارونو ته مخه کړې ده. د شنونکو په باور چې دا چاره د افغانستان د راتلونکي لپاره ستونزي له ځانه سره لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG