د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان ښځې زندان ته استوي چې له تاوتریخوالي څخه یې وژغوري


د ملګرو ملتونو په یو راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) خپور شو، ویل شوي دي‌ چې طالبان ښځې زندانونو ته استوي چې د جنسیت په اساس یې له تاوتریخوالي او خشونت څخه وساتي.

په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو مخکې په افغانستان کې د ښځو د حفاظت ۲۳ سرپناوې (شلټرونه) وې او د کورنۍ شخړو له کبله له زور زیاتي سره مخامخ ښځو به ورته پناه وړه. ملګري ملتونه وايي اوس دا ډول یوه سرپناه هم په افغانستان کې نشته. د طالبانو د حکومت مقاماتو ملګرو ملتونو ته ویلي دي چې د دا ډول سرپناو ضرورت نشته او دا د «لویدیځ مفکوره» وه.

راپور وايي چې د طالبانو په حکومت کې هغه ښځې، چې نارینه خپلوان نلري چې ورسره واوسېږي او یا یې له نارینه خپلوان سره اوسېدل محفوظ ونه ګڼل شي، زندانونه ته استول کېږي. طالبان همدغه راز د ښځې نارینه خپلوان راغواړي،‌ ژمنه ورڅخه اخلي او یا قسم ورکوي، چې ښځو ته به زیان نه رسوي. د کلي مشران او ملکان هم د شاهدانو په توګه بلل کېږي.

په راپور کې راغلي دي «هاغسې چې په مخدره موادو د اخته کسانو او یا بې کوره کسانو د ساتلو لپاره له زندانونو څخه کار اخیستل کېږي»، همدغه راز ښځې هم د حفاظت لپاره زندانونه ته استول کېږي.

د اسوشیتډ پرس اژانس وايي چې د طالبانو حکومت یو وزارت هم دې پوښتنو ته ځواب ونه وایه چې د جنسیتي خشونت ځپل شوې ښځې له کوم ځای څخه مرسته ترلاسه کولای شي، د ښځو د حفاظت لپاره څه اقدامات شوي او په دې برخه کې څومره مجرمین محکوم شوي‌ دي.

د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانې ښځې او نجونې په خپلو کورونو کې بندیوانې شوې دي. هغوی دا حق نلري چې له شپږم ټولګي څخه ورپورته زده کړې وکړي، اراېشګاو، پارکونو او دا ډول نورو ځایونو ته ولاړې شي. طالبانو یوازې د پوهنې او روغتیا په برخو کې په کمه اندازه ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده.

د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی دی چې طالبان د ښځو او نجونو سره زور زیاتی او خشونت ته لاره هواروي او د هغوی لپاره هر ډول قانوني حمایت ختموي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، ښځې د افغانستان په قضايي او د قانون د تنفید په څانګو کې کار نشي کولای او د ښځو سره د زور زیاتي په قضایو کې هم د کار اجازه نلري او یوازې په هغو حالاتو کې اجازه ورکول کېږي، چې نارینه مدیران یې کار ته وروبولي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، د کډوالو نړیوالې ادارې او یوناما یوه سروي‌ ښيي چې زده کړې او کار د افغان ښځو لپاره لویې ستونزې دي. دا سروې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې شوې او ۴۶۲ کسان د تیلیفون له لارې پوښتل شوي‌ او ټولو تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو او تحصل ټېنګار کړی دی.

په سروې کې ویل شوي دي،‌ چې نړیواله ټولنه دې خپلې مرستې د ښځو لپاره د شرايطو په ښه کېدو پورې وتړي، له طالب مشرانو سره دې د ښځو د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي او د طالبانو په حکومت دې فشار روان وساتي. همدغه راز د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له استازو څخه غوښتل شوي چې د طالبانو له مشرانو سره دې خبرې وکړې او د ټولنې د نیمایي برخې په توګه دې د ښځو د مشارکت اغیز ورته په ګوته کړي.

طالبانو له شاوخوا دوو کلونو راهېسې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو، کار او مشارکت بندیزونه لګولي او د دغو بندیزونو په ضد اعتراض کوونکي یې ځپلي،‌ نیولي او بندیان کړي‌ دي. طالبان وايي ښځو ته د «شریعت په اساس حقوق» مني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG