د لاس رسي وړ اتصالات

افغانې نجونې او ښځې: د کار او زده کړو پر حق د محدودیتونو له امله شاقه کارونه کوو


په افغانستان کې یو شمېر هغه نجونې او ښځې چې زده کړې یې کړي وايي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د افغان میرمنو او نجونو د کار او زده کړو پر حق د پرلپسې محدودیتونو له امله اړ شوي چې د ورځني ژوند د پر مخ بیولو لپاره شاقه کارونو ته مخه کړي.

دغه ښځې او نجونې وايي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې "د طالبانو د تروریستي ډلې" له بیا واکمنیدو سره، ښځې څنډې ته شړل شوي او د دغه ډلې له خوا په سیستماتیک ډول د وژنې، روحي او فزیکي شکنجې سره مخ دي.

نسرین (مستعار نوم) وویل،‌ چې ښځو په یوه برخه کې د مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره کلونه کلونه زیار ایستلی دی، خو کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، د "لوړو زده کړو" په ګډون د دوی "څو کلنه کاري تجربه" په اوبو لاهو شوه.

د بصیرې په نوم یوې بلې مېرمنې وویل، چې هغوي د یوې ښې راتلونکې په هيله شپاړس کاله شپه او ورځ هڅه او زیار ایستلی دی، ترڅو د حقوقو، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم او نورو برخو کې د ليسانس سند ترلاسه کړي.

هغې زیاته کړه: "د طالبانو د 'نامشروع ډلې' په راتګ او د هغوی له خوا پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونو سره، موږ اوس مجبوره یوو چې خپل استعدادونه او هغه مهارتونه چې د تحصیل پر مهال مو زده کړي، له پامه وغورځوو او د خپل ورځني ژوند د پرمخ وړلو او د لګښتونو د پوره کولو لپاره سخت او شاقه کارونو لکه د غالۍ اوبدلو ته مخه کړو."

دغو ښځو د بشري حقونو له ټولو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونو لرې کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د دغو ښځو په وینا، د دوی د غوښتنې له پامه غورځول به "د افغانستان د نیمايي نفوس پر وړاندې یو ستر بشري جنایت" وي. دوی ټینګار کوي، چې دا افغان ښځو په حق کې جفا ده چې حقونه یې له پامه وغورځول شي.‌

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست یو ځل بیا په دغه هیواد کې په روان بشري وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې افغانستان اوس مهال د پیچیلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

نصیر احمد فایق د اکتوبر په ۱۸مه،‌ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې درییمې کمیټې ته ویلي، چې افغانستان کې بشري وضعیت په جدي ډول د اندیښنې وړ دی.

هغه وویل: په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو بشري حقونو او آزادیو پر وړاندې قصدي جبر او سیستماتیک تبعیض چې د زده کړې حق او د کار د حق په ګډون د طالبانو له خوا د بشري حقونو سخته سرغړونه، جنسیتي ځورونه او د جنسیتي توپیر ښکارندويي کوي. "

هغه د ښځو پر کار بنديز ته په اشارې سره وويل، له کاري ځواک څخه د ښځو لرې کول د هغوى د اقتصادي فرصتونو د کمښت لامل کېږي او هغه مېرمنې چې له کار څخه منعې شوې دي، په بشري مرستو تکيه کړې ده.

همداراز ملګرو ملتونو هم ویلي، چې افغان ښځو ته په ډېرو برخو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي چې دغه کار اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي په موخه د افغان میرمن پر وړاندې ګڼ شمېر خنډونه رامنځته کړيدي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه ولګول.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اوونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د ښځو او نجونو زده کړې بندیدل دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG