د لاس رسي وړ اتصالات

د برېښنايي حکومتوالۍ د پراختیا لپاره د افغانستان هڅې


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ژنیو له کنفرانس وروسته افغان حکومت د برېښنايي حکومتوالۍ پراختیا ته په خپل لومړیتوبونو کې ځای ورکړی او جمهور رئيس غني اړوندو ادارو ته په دې برخه کې د یو مشخص میکانیزم د جوړولو امر کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۴) د ډیجیټلي سواد د پرانیستې په غونډه کې وویل چې حکومت د برېښنايي حکومتوالۍ په برخه کې له ټولو هڅو څخه ملاتړ کوي.

اغلې مورچل زیاته کړه: "جمهور رئیس غني د حکومتوالۍ د ډیجیټلي کولو په برخه کې د دولتي ادارو د ظرفیت پر لوړوالي ټینګار کړی دی. د مرکزي احصایې ادارې، اترا ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته مسولیت ورکړل شوی چې په همغږۍ سره په دې برخه کې کار وکړي او په یوې ستراتيژۍ کې د خپلو فعالیتونو لوی انځور نندارې ته وړاندې کړي".

د ارګ د ویاند مرستیالې وویل چې افغان حکومت د برېښنايي حکومتوالۍ د پراختیا لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

د اغلې مورچل په وینا اوسمهال نه یوازې د افغانستان په نظامي بلکې په ملکي برخه کې هم ۹۵سلنه حکومتي مامورین بایومتریک شوي او تر راتلونکي یو کال پورې به د ټولو دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکولو پروسه برېښنايي شي.

XS
SM
MD
LG