د لاس رسي وړ اتصالات

افغان موټر چلوونکو ته برېښنايي لایسنسونه ورکول کېږي


د موټر چلونې برېښنايي لیسانس یوازې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې برېښنايي پېژند پاڼه له ځان سره ولري.
د موټر چلونې برېښنايي لیسانس یوازې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې برېښنايي پېژند پاڼه له ځان سره ولري.

په کابل کې د موټر چلونې د برېښنايي لایسنس امتحاني ویشنه پیل شوې ده.

د چارواکو په وینا د برېښنایي لایسنس د ویشنې سیسټم په یوه ساعت کې د څلور سوه جوازونو د وېش وړتیا لري، په نړېوالو معیارونو برابر سیسټم ورته جوړ شوی او په عملي کېدو یې په ټرافیک کې بېساري بدلونونه راتلی شي.

د کابل ښاروالي، له ټرانسپورټ او مخابراتو وزارتو او د اسان خدمت له ادارې سره په ګده دغه پروسه پرمخ وړي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند حسنزۍ نن دوشنبه د «وږې میاشتې پر۱۱مه»په دې اړه امریکا غږ ته وویل:"وړمه ورځ مو د برېښنايي جواز ازمایښتي وېشنه پیل کړه. دا جواز ډېرې ګټې لري، خو عمده ګټې یې دا دي کله چې غوښتنکي وغواړي‌ لایسنس واخلي د پخوانۍ پروسې خلاف برېښنايي پروسه یې ډېر لږ وخت نیسي او بل دا چې په پخواني سیستم کې د کاغذ پرانۍ او شته فساد مخنیوی کوي."

اغلې مومند حسنزۍ زیاته کړه، چې که څوک وغواړي خپل پخوانی لیسانس تمدید کړي‌ یوازې درې ساعته وخت نیسي حال دا چې پخوا دا پروسه ډېره اوږده وه.

له بلې خوا د آسان خدمت اداره وايي، پخواني لایسنس اخیستلو لپاره ۲۱ اداري پړاونه ول، خو د برېښنايي جواز اخیستلو لپاره مراجعه کوونکی باید یوازې ۱۱ اداري پړاونه ختم کړي.

د موټر چلونې برېښنايي لایسنس یوازې هغو کسانو ته ورکول کیږي،م چې برېښنايي پېژند پاڼه له ځان سره ولري.

مسؤلین وايي، چې دغه پروسه اوس مهال په ازمایښتي دورې کې ده او د چارواکو په وینا راتلونکې کې به رسماً پرانیستل شي، خو کره وخت یې نه په ډاګه کوي.

که څه هم د کابل ټرافیکو ریاست د هغو مراجعه کوونکو شمېر په اړه چې هر ورځ ورته د جواز اخیستلو لپاره مراجعه کوي څه نه وايي، خو هره ورځ د دغه ریاست شاته په لس هاو ښاریان د لایسنس اخیستلو لپاره راځي.

ویل کېږي، چې په افغانستان کې لا هم ګڼ شمېر کسان له قانوني لایسنس پرته موټر چلوي چې له امله یې زیات وخت مرګونې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

XS
SM
MD
LG