د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰ ولایتونو کې د نښتو پرمهال لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي ـ دفاع وزارت


د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په دغو نښتو کې افغان سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه له جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په دغو نښتو کې افغان سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه له جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د افغانستان د فاع وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې په دغو نښتو کې همدارنګه ۶۸ نور وسله وال هم ټپیان شوي هم دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن چهارشنبه جنورۍ ۲۰ (سلواغې لومړۍ) امریکا غږ ته وویل چې په دغه موده کې په ۲۰ولایتونو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته شوي دي.

هغه ویلي چې افغان سرتیري په فعال دفاعي حالت کي و او د طالبانو ټولې حملې یې دفعه کړي دي.

د نوموړي په وینا افغان سرتیري توانېدلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په بدخشان، تخار، فاریاب، هلمند، فراه او کندهار ولایتونو کې ګڼ شمېر سیمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې کړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په دغو نښتو کې افغان سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه له جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب پولیسو ویلي چې د یاد ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو دبرید پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان او څلور افغان سرتیري وژل شوي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې پنځه وسله وال طالبان او څلور افغان سرتیري ټپیان شوي هم دي.

له دې سره هم مهاله د افغان چارواکو په وینا نن چهارشنبه په هرات ښار کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې د ملي اردو درې سرتیري ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG