د لاس رسي وړ اتصالات

مصر فلسطیني زخمیانو ته خپل سرحد پرانیست 


د مصر چارواکي‌ وایي‌ غزې ته یې امبولانسونه استولي چې زخمیان انتقال کړي
د مصر چارواکي‌ وایي‌ غزې ته یې امبولانسونه استولي چې زخمیان انتقال کړي

د مصر حکومت له غزې سره خپل یوازینی سرحد نن شنبه مۍ ۱۵ (غوايي۲۵) پرانیست او فلسطیني زخمیان خپلو روغتونونو ته انتقالوي.

په مصر کې د روغتیا د برخې یو چارواکي وویل چې له غزې سره د «رفح» سرحد پرانیستل شو او لس مصري امبولانسونه غزې ته داخل شوي چې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې زخمي شوي فلسطینیان انتقال کړي.

د مصر د عامې روغتیا چارواکي وايي د زخمیانو د درملنې لپاره د اختر په ورځو کې هم یو شمېر ډاکټرانو او نرسانو کار وکړ.

د اسرائيل الوتکو نن شنبه هم په غزه بمباري کړې او فلسطیني چاروکي وايي ۱۲ تنه وژل شوي چې اته ماشومان او دوې ښځې هم په کې دي.

په همدې حال کې په اسرائیل کې چارواکي‌ وايي د حماس یو توغندی په یوې ودانۍ لګېدلی او یو کس یې وژلی دی.

په غزه کې چارواکي‌ وايي تر دې دمه د اسرائيل په بریدونو کې ۱۲۳ تنه وژل شوي چې ۳۹ یې ماشومان دي.‌‌ همدغه راز شاوخوا ۹۵۰ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

په همدې حال کې د حماس په راکټي بریدونو کې بیا تر دې دمه نهه اسرائیلیان وژل شوي چې د چارواکو په خبره یو سرتېری او یو ماشوم په کې دی.

د روژې په وروستیو ورځو کې د اقصی په جومات کې د فلسطیني‌ لمونځ کوونکو او اسرائیل عسکرو ترمنځ شخړه وشوه چې شاوخوا ۳۰۰ فلسطینیان په کې ژوبل شول.‌ له دغې پېښې وروسته حماس په اسرائيل توغندي وار کړل او اسرائيل پر غزې بمباري پيل کړه.

بل پلو بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ به د حالاتو د ارزولو لپاره غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې لینډا توماس ګرینفیلډ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې امریکا به په لوړې کچې د دپلوماسۍ له لارې د حالت کنترولولو هڅې روانې ساتي.

د مصر چارواکو بیا له دواړو غاړو سره لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG