د لاس رسي وړ اتصالات

د اخوان المسلمین د لارښود د عمري بند حکم تائید شو


د اخوان المسلمین روحاني مشر محمد بدیع د قاهرې په حنوب کې د تورات په محبس له یوې پنجرۍ څخه د لاس خوځولو په حال کې
د اخوان المسلمین روحاني مشر محمد بدیع د قاهرې په حنوب کې د تورات په محبس له یوې پنجرۍ څخه د لاس خوځولو په حال کې

د مصر د استیناف یوې محکمې د اخوان المسلمین د مشر محمد بدیع پر خلاف د عمر قید د سزا حکم تائید کړ. محمد بدیع د تاوتریخوالي ډکو بریدونو د طرحه کولو په جرم محکوم شوی و.

قضايي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د مصر د استیناف یوې محکمې هغه حکم تائید کړ چې له مخې یې د اخوان المسلمین د ګوند لوی لارښود محمد بدیع په عمري بند محکوم شوی و.

دغه محکمې همداراز ددغه ګوند د دوو نورو مشرانو د عمري بند او د څوارلسو نورو د پنځو کلونو د بند مودې هم تائید کړې.

د ښاغلي بدیع د عمري بند په اړه دا دریم او وروستی حکم دی چې بیا نو د استیناف غوښتنه نشي کیدای.

يه دغو کسانو تور لګول شوی چې د پوځ له خوا د مصر د اسلامپال ولسمشر او د اخوان المسلمین غړي محمد مرسي د لیرې کولو وروسته یې د اعتراضونو په جریان کې د ناآرامیو د هڅولو توطه جوړه کړې ده.

دغه کسان د دوو محاکمو وروسته پدې خاطر له سره محاکمه شول چې محکمې د ۲۰۱۵ کال هغه حکم باطل کړ چې له مخې یې محمد بدیع او دیارلس نور په مرګ او ۳۴ کسان په عمري بند محکوم شوي وو.

مخکنۍ محکمې د خلع شوي ولسمشر مرسي په شمول د هغه د لسگونو پلویانو د اعدام جزاګانې لغو کړې دي.

مصر د ۲۰۱۳ په دسمبر کې اخوان المسلمین یو ترهګره سازمان ونوماوه.

XS
SM
MD
LG