د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د طالبانو برید کې ۸ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي ـ چارواکي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بلخ امنیتي چارواکي وايي د وسله والو طالبانو په برید کې اته افغان امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور ټپیان دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل نن یکشنبه مارچ اوومه (کب ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تیره شپه د یاد ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په «ترکمنیه شهرک» کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: "طالبانو تیره شپه حمله کړې وه، ۸ تنه امنیتي ساتونکي وژل شوي دي، څلور نور ټپيان شوي دي، په دغه حمله کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، تر اوسه یې دقیق شمېر معلوم نه دی."

پر همدې مهال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې ۱۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وایي چې طالبانو تیره شپه لومړی ماین چاودنې وکړې او وروسته یې وسله وال بریدونه پيل کړل.

د سرچینې په وینا په دغه نښته کې د نهرشاهي ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د پولیسو د تعلیم او تربیې د امر په ګډون، د دریمې حوزې د تعلیم او تربیې امر او څلورمې حوزې د بلوک قوماندان هم وژل شوي دي.

د دغه پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د نهرشاهي ولسوالۍ د «ترکمنیه شهرک» امنیتي پوستې د بلخ مرکز مزارشریف په پنځه کیلو مترۍ کې موقعیت لري چې د دغه ولایت له نا امنیه سیمو څخه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG