د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې له شپږ میلیونو زیات وګړي انټرنیټ کاروي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، تر ۲۰۱۸ کاله پورې به ټول ولایتونه د نوري فایبر تر پوښښ لاندې راوستل شي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، تر ۲۰۱۸ کاله پورې به ټول ولایتونه د نوري فایبر تر پوښښ لاندې راوستل شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وایي چې اوس مهال په افغانستان کې اتلس میلیونه وګړي د انټرنټ له اسانتیاوو څخه ګټه اخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات د شنبي په ورځ (جون ۱۷) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې شپږ میلیونه افغانان له تري جي یا د سرعت لرونکي انټرنټ څخه برخمن دي او دولس میلیونه نور، چې په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي له دوه جي یا ورو انټرنټ څخه کار اخلي.

ښاغلي سادات وویل"شپږ میلیونه افغانان له تري جي انټرنټي خدماتو څخه ګټه اخلي او دولس میلیونه افغانان د ټوجي انټرنټ څخه چې جي پي ار اس ورته وایي ګټه اخلي چې هغه ډیر ضعیفه انټرنټ دی دا چې بعضې هیواد وال وایي چې زموږ انټرنټ ډیر ضعیف دی هغه په دې اساس چې لیرې پرتې ولسوالۍ او سېمې دي او په ځینو ولایاتو کې انتنونه ټو جي دي".

خو د دغه وزارت ویاند نجیب ننګیال د ښاغلي سادات د خبرو په وضاحت کې امریکا غږ ته وویل، چې په افغانستان کې اتلس میلیونه وګړي د انټرنیټ آسانتیاوو ته لاسرسی لري، چې پر وینا یې څه د پاسه شپږ میلیونه یې انټرنیټ کاروي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت چارواکي په داسې حال کې د انټرنیټي آسانتیاو د پراختیا خبره کوي، چې ان په ښارونو کې خلک د انټرنټ له ټیټ کیفیت څخه نا خوښ دي.

د کابل یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د کابل په بیلابیلو سیمو کې د انټرنټ چټکتیا توپیر لري چې په ځینو سیمو کې چټکه، خو په اکثرو سیمو کې ضعیفه ده.

د کابل ښار دوه اوسیدونکي احسان او خوشحال په دې اړه وایي:

"په افغانستان مخصوصا کابل کې مخابراتي شبکې سم کار نکوي انټرنټي خدمات نهایت ضعیف دي که تاسو له یوې سیمې نه بلې ته لاړشې مثلا مکروریانو څخه عبدالحق څلور لارې ته لاړ شئ د انټرنټ سرعت کې سل فیصده تغیر راځي".

"نسبت نوروانټرنټي شبکو ته وایبر یو څه ښه دي کولای شو په ویډیو خبرې وکړو خو په نورو انټرنټي شبکو کې خبرې کول ستونزمن دي او نټ پکې کار پریږدي".

خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر وايي، چې هغوی د انټرنټ د لا چټکتیا لپاره د څلورم نسل انټرنیټ (4G) آسانتیاوې خلکو ته برابرې کړي، چې په پراختیا سره به یې د انټرنیټ د ټیټ کیفیت ستونزه لرې شي.

ښاغلي سادات همدارنګه وویل غواړي چې په ټول افغانستان کې د انټرنټ د چټکتیا لپاره فایبر نوري پروژه پلي کړي،چې تر اوسه پورې په پنځه ویشت ولایتونو کې دا پروژه پلې شوې ده چې پاتې نهه نور ولایتونه به هم تر ۲۰۱۸ پورې ددې پروژې تر پوښښ لاندې راشي.

XS
SM
MD
LG