د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند جګړه؛ 'یو شمېر کسانو د « برېښنا ستیشن» تخریب پيل کړی'


برېښنا شرکت دا لوی زیان بللی دی.
برېښنا شرکت دا لوی زیان بللی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي د کندهار ـ لښکرګاه دوراهي «سب ستېشن» د طالبانو لاس ته لوېدلې دی.

یاد شرکت ویلي چې طالبانو د دغه «سب ستېشن» دوه فني کار کوونکي او ۱۵ امنیتي ساتونکي له ځان سره بیولي او تر هغه وروسته د سیمې خلکو د یاد سب ستیشن د تجهیزیاتو په وړلو پيل کړی دی.

یاد شرکت ویلي: "د سهار راهیسې د وسله والو لاس ته لویدلی او د برښنا دوه تنه فني کارکوونکي او ۱۵ تنه محافظین وسله والو د ځان سره بیولي اوس د سیمې د خلکو لخوا د نوموړي سب ستیشن تجهیزات او تأسیسات تخریب او وړل کېږي چې دا یو غټ زیان دی."

برېښنا شرکت د دوراهي سب ستیشن د کندهار او لښکرګاه ښارونو د برېښنا لپاره یو مهم او اساسي ځای بللی دی.

دوی د دغه «سب ستېشن» تخریبول یو لوی زیان بللی او له ټولو اړخونو څخه یې د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت همدارنګه ویلي چې د کجکي ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا مزي تېره ورځ د لښکرګاه دوراهي او کندهار ترمنځ لاره کې د جګړې له امله پرې شوي چې له امله يې د کندهار پر ښار د کجکي برېښنا پرې شوې.

د تیرو دوو ورځو راپدې خوا د هلمند مرکز لښکرګاه مرکز څنډو کې جګړو زور اخیستی دی.

د هلمند امنیتي مقاماتو تائید کړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ځينو امنیتي مرکزونو څخه افغان قواو تکتیکي شاتګ کړی.

دغه راز د لښکرګاه – کندهار لویه لار هم د تیري شپې راهیسې بنده شوې او هیڅ ډول تګ راتګ پرې ندی شوی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG