د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: میانمار کې په هوايي برید کې د ښوونځي ۱۱ ماشومان وژل شوي 


د میانمار پوځ وايي دوی یاغیان په نښه کړي
د میانمار پوځ وايي دوی یاغیان په نښه کړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونیسف» وايي چې په میانمار کې په هوايي برید او ډزو کې د ښوونځي ۱۱ ماشومان وژل شوي دي.

د میانمارد واکمن پوځ ډله «جنتا» ادعا کوي چې دوی په یو کلي کې پټ شوي «یاغیان» په نښه کړي‌ دي.

میانمار د تېرکال د فبرورۍ له میاشتې راهېسې،‌ چې پوځ دموکراتیک نظام نسکور کړی او واک یې ترلاسه کړی، په کړکیچ کې دی او تر دې دمه په کې ۲۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

تازه برید د میانمار د ساګاینګ په سیمه کې شوی چې د کودتا ضد وسله والو او پوځ ترمنځ د سختو نښتو شاهده هم ده. یونیسف په برید کې د ماشومانو وژل په کلکه غندلي دي.

یونیسف په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د سپتمبر په ۱۶ په ولسي سیمو باندې هوايي برید او بې تفاوته ډزو له کبله لږ تر لږه ۱۱ ماشومان وژل شوي‌ او ۱۵ نور زده کوونکي ماشومان ورک دي.»

یونیسف ویلي دي چې ښوونځي باید له بریدونو څخه خوندي‌ وي او ورک شوي ماشومان باید پیدا کړل شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په سیمه کې د یوې ډلې څخه ترلاسه شوې ویدیو کې ښودل کېږي‌ چې ټولګی په وینو لړلی دی، چت یې نړېدلی او یوه مور خپل وژل شوي ماشوم ته ناسته ده او ژاړي.

د میانمار واکمنه پوځي ډله وايي چې دوی له هغې وروسته سیمې ته الوتکې واستولې چې معلومات ورته ورسېدل چې د «کاچین د ازادۍ پوځ» او د کودتا ضد ملېشې وسلې انتقالوي.

پوځ یاغي ډلې تورنوي چې له ولسي سیمو څخه د سپر په توګه کار اخلي او ادعا کوي‌ چې په سیمه کې یې ماینونه او چاودېدونکي توکي موندلي‌ دي. وايي امنیتي ځواکونو زخمیان نژدې روغتون ته انتقال کړي‌ ديږ

په میانمار کې تېرکال پوځ کودتا وکړه، ملکي حکومت یې ړنګ او د انګ سان سوچي په ګډون یې د حکومت لوړ پوړي مشران ونیول او بندیان یې کړل. د پوځ د کودتا په ضد خلکو مظاهرې وکړې چې په نتیجه یې د راپورونو په اساس زرګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG