د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران له برید وروسته ١١ امریکایي پوځیانو ته دماغي زیان رسیدلی


د ایران له برید وروسته د عراق د الاسد پوځي اډه چې امریکایي سرتیري په کې میشت دي
د ایران له برید وروسته د عراق د الاسد پوځي اډه چې امریکایي سرتیري په کې میشت دي

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ وایي چې په عراقي پوځي اډو چې امریکایي سرتیري په کې میشت دي، ١١ امریکایي سرتیري د دماغي زیانونو په وجه په روغتون کې بستر شوي.

د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني له وژنې وروسته، ایران د عراق پر دوو پوځي اډو د بالستیک میزایلو برید وکړ، پدغو اډو کې امریکایي سرتیري دیره دي.

په سیمه کې د امریکا د سوق او ادارې د مرکز ویاند بل اوربن د جنورۍ په ١٦ د یوې اعلامیې په خپرولو وویل، پداسې حال کې چې پر الاسد اډه باندې د ایران د جنورۍ د اتمې په برید کې هیڅ امریکایي پوځي ندی وژل شوی، خو څو تنه د چاودنو په نتیجه کې د دماغي زیان په وجه د طبي ارزونو لاندې دي.

ښاغلي اوربن وویل چې امریکایي پوځیان د کویټ او جرمني په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او له تداۍ وروسته به بیرته عراق ته ستانه شي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ایران له برید وروسته ویلي وو چې پدغه پیښه کې هیڅ یو امریکایي پوځي ندی ټپي شوی.

XS
SM
MD
LG