د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه یي: د ایران له خلکو د امریکا ملاتړ درواغ دي


د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي نن د جنورۍ په ١٧ (مرغومې ٢٧) وویل د عراق په پوځي اډو کې پر امریکایي ځواکونو د ایران په بریدونو کې "الهي قدرت" موجود و.

آیت الله علي خامنه یې وویل: "د یو ملت ځواک دا قوت او دا روحي توان لري چې د عالم زورگویه، کبرجن قدرت په څپیړه ووهي، دا د الهي قدرت ښکاروندويي کوي."

د ایران دغه مشر وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د داعش پر ضد د مبارزې تر ټولو اغیزمن قوماندان جنرال سلیماني په بغداد کې وواژه.

ایران د امریکا په هوایي برید کې د جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غبرگون کې په بغداد کې د امریکا ځواکونو پر اډې د بالستیک میرایلو برید وکړ، خو څوک په کې جدي ټپي نشول. پداسې حال کې چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د د امریکا د متحده ایالاتو غچ اخیستنې ته په تمه و، سهواً یې د اوکراین ملکي الوتکه چې د تهران له هوایي ډگر نه الوتې وه وویشتله او د الوتکې ټولې ١٧٦ سپرلۍ یې ووژلې.

په دغې الوتکې کې د افغانستان، کاناډا، اوکراین، سویدن، جرمني، بریتانیا او ایران اوسیدونکي سپاره وو.

د روسیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سرگي لاروف، نن د جمعې په ورځ وویل چې په سهوه کې د اوکراینۍ الوتکې پرزول پداسې حال شوي چې د ایران په ساحلي سیمو کې د امریکایي پرمختللو جنگي الوتکو د شتون په اړه رپوټونو ددې هیواد (ایران) ځواکونه ډارولي وو.

ښاغلي لاوروف وویل: "لږ تر لږ شپږ اف-۳۵ امریکایي جنگي الوتکې د ایران په ساحلي سیمو کې موجدوې وې. دغه معلومات تر اوسه ندي تائید شوي، خو غواړم پداسې یو حالت کې موجود اضطراب په گوته کړم."

وروسته له هغې چې ایراني مقاماتو د اوکراینۍ ملکي مسافر وړونکې الوتکې پرزول ومنل، په ایران کې د دولت ضد مظاهرو زور واخیست.

د دونالد ټرمپ په گډون امریکایي مقاماتو د ایران د خلکو نه خپل ملاتړ په ډاگه کړ، خو علي خامنه یي نن دغه ملاتړ "درواغ" وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل ټویټر ولیکل چې د ایران رژیم د هرې ورځې په تیریدو سره خپل مشروعیت له لاسه ورکوي. آیت الله باید خپلو خلکو ته غوږ ونیسي، نړۍ یې اوري."

په عراقي اډو باندې د ایران د راکټي برید وروسته چې امریکایي ځواکونه په کې میشت دي، واشنگټن علي خامنه یي ته نژدې اتو کسانو او ١٧ شرکتونو باندې نوي بندیزونه ولگول.

XS
SM
MD
LG