د لاس رسي وړ اتصالات

امارات د ۵۲ میلیارد ډالرو په ارزښت ۹۰ بوینګ الوتکي پیري


په دوبۍ کې هوايي نندارتون
په دوبۍ کې هوايي نندارتون

د اماراتو هوایي شرکت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) اعلان وکړ چې د بوینګ الوتکو جوړولو امریکا میشتي شرکت څخه د ۵۲ میلیارد ډالرو په ارزښت الوتکې پیري.

د پنځه دیرشو ۷۷۷-۸ ډوله او پنځه پنځوسو ۷۷۷-۹ ډوله مسافر وړونکو الوتکو پیرلو دا تړون په دوبۍ کې د روان هوايي نندارتون ترټولو لوی تړون بلل شوی دی.

د اماراتو هوايي شرکت اجرائیه رئیس شیخ احمد بن سعید المکتوم یو خبري کنفرانس ته وویل، "دا پېرودنه د پام وړ پانګونې استازیتوب کوي چې د هوايي چلند راتلونکي ته د دوبۍ ژمنتیا څرګندوي."

ټاکل شوې د بوینګ شرکت به دا ۹۰ الوتکې تر ۲۰۳۰ کال پورې د اماراتو شرکت ته وسپاري.

ددغه نندارتون په ترڅ کې د "فلای دوبۍ" شرکت هم له بوینګ څخه د دیرشو ۷۸۷-۹ ډوله الوتکو د پیرلو تړون اعلان کړ.

له دغو تړونونو سره د هغو الوتکو شمېر ۲۹۵ ته رسیدلی چې امارات یې د پېرلو تکل لري. په دې کې ۲۰۵ د بوینګ ۷۷۷ ډوله الوتکې شاملې دي.

امارت چې په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی هوايي شرکت دی، همدارنګه ۲۰۲ "GE9X" انجنونه هم پیرلي ترڅو خپلې موجوده ۷۷۷ ډوله الوتکې ورباندې پیاوړې کړي.

د شیخ احمد په وینا، ټاکل شوې ده چې دا ۷۷۷-۹ ډوله الوتکې په ۲۰۲۵ کال کې او ۷۷۷-۸ ډوله الوتکې په ۲۰۳۰ کې د اماراتو هوايي شرکت ته تحویل شي.

په همدې حال کې د ترکیې هوایي شرکت نن وویل چې د ایربس له شرکت سره یې د ۳۵۵ الوتکو د اخیستلو خبرې روانې دي.

دغه هوايي شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د ۳۵۵ الوتکو د اخیستلو-چې۲۴۰ یې تائيد او ۱۱۵ غوره شوي- پیل شوې او دا الوتکې به د ۲۰۲۶ او ۲۰۳۶ کلونو ترمنځ وسپارل شي.» خو ترکي شرکت د دغه معاملې اندازه ښودلې نه ده.

د سعودي عربستان هوایي شرکت هم غواړي چې ۱۵۰ الوتکې وپيري.

په همدې حال کې د ترکیې د سن اکسپرس او د لتویا ایربالتیک شرکتونو هم د دوبۍ په دغه هوايي نندارتون کې د بوینګ شرکت ته خپل فرمایشونه سپارلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG