د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مک‌کینزي: د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونو ته دوام ورکوو


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مک‌کینزي وايي چې متحده ایالات به د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په ضد خپل هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

جنرال مک‌کینزي د یکشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري ۳) خبریالانو ته وویل چې متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د افغانستان د ځواکونو په ملاتړ خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي.

هغه زیاته کړې: "په هغه صورت کې چې طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، موږ چمتو یو چې د ملاتړ دغه کچه په راتلونکو اونیو کې لا زیاته کړو".

د کابو درېیو میاشتو راهیسې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي ورسره د طالبانو په بریدونو کې هم بې‌ساری زیاتوالی راغلی دی. د امریکايي چارواکو په وینا دغې ډلې د افغانستان د شاوخوا نیمايي ولسوالیو مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

جنرال مک‌کینزي تائید کړه چې د افغانستان حکومت سختې ورځې په مخ کې لري خو زیاته یې کړه: "طالبان هڅه کوي چې په خپلې جګړې سره د بریالیتوب حس رامنځ ته کړي، هغوی غلط فکر کوي...د طالبانو بریالیتوب نه پېښېږي".

د دغه امریکايي جنرال په وینا له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هم متحده ایالات د افغانستان هوايي ځواکونو ته لوژیستکي مرستې برابرې او له لرې واټن څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي مک‌کیینزي دغه راز ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو هوايي ځواکونه به په افغانستان کې د داعش او القاعدې د ځپلو لپاره د هوايي بریدونو وړتیا خوندي وساتي.

هغه زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې به دا څرګنده شي چې د افغانستان حکومت په یوازې سر د طالبانو د بریدونو د په شا تمبولو وړتیا لري او که نه.

جنرال مک‌کینزي وویل: "فکر نه کوم چې دا مسیر به اسانه وي...خو دا تعبیر هم نه منم چې کورنۍ جګړه به پیل شي".

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټن د جولای په ۲۳مه وویل افغان ځواکونه د له لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو څخه وړاندې باید د طالبانو د پرمختګ مخ ونیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات په احتیاط او دقیق ډول پر مخ ځي.

د دغه وزارت ویاند فواد امان امریکا غږ ته وویل اوس افغان ځواکونه په یو ښه وضعیت کې دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې محدودې شي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په خپلو یرغلیزو عملیاتو کې زیاتوالی راولي.

XS
SM
MD
LG