د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ وايي ۹۵ سلنه عسکر او وسائیل یې افغانستان څخه اېستلي 


امریکايي ځواکونه د بګرام په هوايي اډه کې
امریکايي ځواکونه د بګرام په هوايي اډه کې

د امریکا د پوځ مرکزي قومانده وايي چې له افغانستان څخه یې د عسکرو او وسایلو اېستل څه باندې ۹۵ سلنه تکمیل کړي دي.

دغه مرکز د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (چنګاښ۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو بهیر لا هم روان دی او د اټکل له مخې څه باندې ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی.

اعلامیه وايي چې په دغې مودې کې یې خپل اوه مرکزونه د افغانستان د دفاع وزارت ته سپارلي دي. په دوی کې د بګرام او کندهار پوځي اډې هم شاملې دي چې د امریکايي ځواکونو لوی مرکزونه وو.

اعلامیه وايي چې د جولاۍ تر دولسمې نېټې پورې د «C-17»الوتکو د ۹۸۴ بار معادل وسائیل او مهمات له افغانستان څخه ویستل شوي دي او ۱۷۰۷۴ نور وسایل د «د دفاع د لوژیستک ایجنسۍ» ته سپارل شوي چې ویجاړ یې کړي. وايي اکثریت دا وسایل دفاعي نه وو او نه هم دومره لوی وسایل بلل کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر د ځواکونو قومانده د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر فرانګ مککنزي ته وسپارله.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې جنرال میلر له افغانستان څخه وتلی دی او جنرال مککنزي دا واک لري چې د اګست تر ۳۱ پورې په افغانستان کې د طالبانو په ضد د هوايي بریدونو امر وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی دی چې د ا ګست په اخره کې به په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت پای ته ورسیږي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې د جمهوريت غوښتونکو مشر مچ مککانل له افغانستان څخه دا ډول وتل «نړیوال شرم» بللی دی.

نوموړي له افغانستان څخه د ځواکونو د ژر تر ژره اېستلو په اړه د ولسمشر بایډن په پرېکړې انتقاد وکړ او وویل چې امریکایي ځواکونو په نیمه شپه کې د بګرام له هوايي اډې څخه په داسې حال کې وتلي څراغونه یې هم مړه کړي وو.

دی وايي چې عسکر له پلان پرته له دغې ستراتېژیکې اډې څخه وتلي دي. دغه امریکايي سناتور وویل چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او داسې نه ښکاري چې هغوی دې د مذاکراتو له لارې د ستونزې حل ولټوي.

هغه وویل: «په افغانستان کې زموږ د موجودیت ختمېدل به د ترهګرو په ضد زموږ د مبارزې ختمېدل نه وي.»

XS
SM
MD
LG