د لاس رسي وړ اتصالات

مارک میلي: د افغانستان د نیمايي ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي

د متحده ایالاتو د وسله‌والو قواو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي چې د افغانستان د کابو نیمايي ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي.

دغه امریکايي جنرال د چهارشنبې په ورځ د جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د ۴۱۹ ولسوالیو د مرکزونو له شمېرې څه باندې ۲۰۰ مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي.

د متحده ایالاتو د وسله‌والو قواو عمومي لوی درستیز دغه راز وویل داسې برېښي چې ستراتيژیک وضعیت په یو ډول د طالبانو په ګټه وي.

د جنرال میلي په وینا که څه هم طالبان تراوسه د ولایتونو د مرکزونو په نیولو بریالي شوي نه دي خو د دغې ډلې جنګیالیو د سم نیمايي ولایتونو د مرکزونو په شاوخوا کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني د چهار‌شنبې په ورځ وویل حکومت به یې له درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې د روانې جګړې د وضعیت په مدیریتولو باندې تمرکز وکړي.

جمهور رئیس غني هیله څرګنده کړه چې د ځانګړو طرحو او برنامو په اساس به په افغانستان کې امنیتي وضعیت ژر بدلون ومومي.

د افغانستان حکومت همداشان د یکشنبې په ورځ له طالبانو څخه د ۲۴ ولسوالیو د مرکزونو د بېرته نیول خبر ورکړ.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري وویل چې افغان ځواکونه د دغه هېواد په زیاترو سیمو کې له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته وتلي دي او له لاسه تللې سیمې به بېرته له طالبانو څخه ونیسي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG