د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتریش د غزې په دروازو کې: 'د جګړې خپسکه' ختمه کړئ


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د غزې په دروازه کې
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د غزې په دروازه کې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د شنبې په ورځ، مارچ ۲۳ (وري ۴) غزې ته د سفر پر مهال وویل چې نړۍ د جګړې وحشتونه په کافي اندازه لیدلي. هغه د اوربند غوښتنه چې لا زیاتو مرستو اجازه ورکړي.

ښاغلي ګوتریش وویل: "په غزه کې فلسطینیان -- ماشومان، ښځې او نارینه -- په نه تم کیدونکې ویرې او ډار کې ګیر پاتې دي." هغه د مصر اړخ ته د رفح په سرحدي دروازه کې چې په مرستو بار لارۍ غزې ته تیریږي، وویل چې خلک د لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي."

ګوتریش وویل: "زه د نړۍ د لوی اکثریت غږ پورته کوم چې په کافي اندازه یې جګړې او مصیبت لیدلي دي." هغه د غزې پر تړانګې د اسرائیل د پوځي عملیاتو له نوم اخیستلو پرته وویل چې، "ټولنې له مینځه وړل شوې، کورونه ویجاړ شوي، ټولې کورنۍ او نسلونه له مینځه تللي."

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې "هیڅ شي د حماس لخوا پر اسرائیل د تیرکال د اکتوبر د اوومې نېټې وحشتناک بریدونه توجیه کولای نشي. "

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: "همدارانګه هیڅ شی د فلسطین خلکو ته ډله ایزه سزا ورکول نه توجیه کوي."

هغه وویل چې "د مرستې د لاریو اوږده لیکه د دروازې په یوه اړخ کې پداسې حال کې بنده پاته شوې ده، چې د غزې د تړانګې خلک له سختې لوږې سره مخ دي." نوموړي دغه وضعیت "اخلاقي قهر" وباله.

ګوتریش په ټینګار سره وویل: "دا د سمدستي بشري اوربند د وخت د رارسیدو څخه ډیر څه دی" او له اسرائیل څخه یې "په ټوله غزه کې بشري توکو ته د بشپړ او بې خنډه لاسرسی" غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د مصیبت ځپلو مسلمانو د ټولنو لپاره "د پیوستون کلنی ماموریت" ترسره کوي، وویل چې "د روژې په میاشت کې د شفقت په روحیې، هم ددې وخت دی چې د اکتوبر په بریدونو کې نیول شوي ټول یرغمل شوي سمدستي خوشې شي" کوم چې په غزه کې د وسله والو په بند کې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG