د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزې د اوربند په اړه د امریکا وړاندیز ویټو کړ


د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې، یادې مسودې ته ددغه شورا ۱۱ غړو موافقې رايي، درې مخالفې رایې (روسیه، چین او الجزایر) او ګویانا ممتنع رایه ورکړه.‌
د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې، یادې مسودې ته ددغه شورا ۱۱ غړو موافقې رايي، درې مخالفې رایې (روسیه، چین او الجزایر) او ګویانا ممتنع رایه ورکړه.‌

روسیې او چین، نن جمعه، د مارچ ۲۲ (وري دریمه) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په غزه کې د "سمدستي او تلپاتې اوربند" په اړه د متحدو ایالتونو د پریکړه لېک مسوده ویټو کړه.

مسکو پر واشنګټن تور ولګاوه چې پر اسرائیل لازم فشار نه راوړي.

ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نېبېنزیا وویل، چې متحده ایالتونه د اسرائیل د مخنیوي لپاره هېڅ کار نه کوي. نوموړي چې د مسودې په اړه له رایې ورکولو مخکې خبرې کولی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو یې غږ وکړ چې د دغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه ور نه کړي.

هغه وویل چې دا پریکړه لیک "ډیر سیاسي شوی" دی او د اسرائیل لپاره په رفح کې‌،‌ چیرې چې د غزې له ۲.۳ میلیونه اوسیدونکو څخه نیمايي یې د اسرائیل د بریدونو څخه د خوندي پاتې کېدو په موخه هلته پناه اخیستې، د پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د شین څراغ مانا لري دي.

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې، یادې مسودې ته ددغه شورا ۱۱ غړو موافقې رايي، درې مخالفې رایې (روسیه، چین او الجزایر) او ګویانا ممتنع رایه ورکړه.‌

روسیې او چین په غزه کې د سمدستي اوربند په موخه د متحدو ایالتونو مسوده پداسې حال کې ویټو کړه، چې امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، نن جمعه، د مارچ ۲۲ (وري ۳) منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې تل ابیب ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې 'په غزه کې د سمدستي اوربند' کېدو په سر د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره سختې خبرې کړي دي.

تمه کیږي چې بلینکن به همدارنګه د اسرائیل له حکومت څخه وغواړي چې د غزې دپاره بشردوستانه مرستو ته اجازه ورکړي او په رفح ښار کې له ځمکنيو عملیاتو ډډه وکړي، چیرې چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

بلینکن له دې وړاندې د غزې په اړه د خبرو دپاره په مصر او سعودي عربستان کې له چارواکو سره وکتل. نوموړي په قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په غزه کې د شپږو اوونیو ممکنه اوربند او د یرغمل شویو اسرائیلیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې وکړې.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، لینډا توماس ګرینفیلډ امنیت شورا ته وویل: "د دې شورا لوی اکثریت د دې پریکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، خو له بده مرغه روسیې او چین پریکړه وکړه چې منفې رایه وکاروي."

د رایې ورکولو دمخه، هغې وویل چې دا به د شورا لپاره "تاریخي تېروتنه" وي چې یاده پریکړه لیک تصویب نه کړي.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر وویل، چې د امریکا لخوا وړاندیز شوی متن غیر متوازن دی او په رفح کې د اسرائیل لخوا د هر ډول پوځي عملیاتو سره یې په ښکاره ډول خپل مخالفت نه دی ښودلی چې د هغه په وینا د سختو پایلو لامل کیدی شي.

د چین سفیر ژانګ جون، له رایې ورکولو وروسته وویل: "د متحده ایالاتو مسوده ... د اوربند لپاره مخکني شرطونه ټاکي، کوم چې په غزه کې پرله پسې وژنو ته د شنه څراغ ورکولو څخه توپیر نلري او د منلو وړ نه دی."

هغه وویل که امریکا د اوربند په اړه جدي وای، نو د امنیت شورا څو پخواني پریکړه لیکونه به یې نه ویټو کول.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په جریان کې، واشنګټن د دریو پریکړه لیکونو مسودې ویټو کړل، چې دوه یې د سمدستي اوربند غوښتنه کوله. متحده ایالاتو هغه مهال خپل ویټو توجیه کړی و او ویلي یې وو چې د امنیت شورا دا ډول اقدام کولی شي د اوربند خبرې له خطر سره مخامخ کړي.

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غواړي چې په غزه کې اوربند د حماس له خوا د برمته شویو بندیانو له خلاصون تړاو ولري. د اسرائیلی مقاماتو په وینا، حماس ډلې تېر کال د اکتوبر پر اومه د اسرائیل په سویل کې د خپل برید په لړ کې۱۲ سوه اسرائیلیان ووژل او ۲۵۳ نور یې یرغمل کړل.

بلخوا د حماس تر ولکې لاندې غزې کې د روغتیايي چارواکي وايي، چې د اکتوبر د اوومې نېټې راهیسې د غزې پر تړانګې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې نږدې ۳۲زره فلسطینیان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG