د لاس رسي وړ اتصالات

پرنس: افغانستان زما لپاره نوی ندی


اېریک پرنس له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ده وړاندیز کړی دی چی د امریکا د جگړې ستره برخه خصوصی کړی شي.
اېریک پرنس له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ده وړاندیز کړی دی چی د امریکا د جگړې ستره برخه خصوصی کړی شي.

ایرک پرنس د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل "افغانستان زما لپاره نوی نه دی، ما په ١٩٩٧ کال کې په افغانستان کې د سولې د ټینگښت او پراخ بنسټ حکومت د جوړولو په موخه د لویې جرگې ملاتړ کړی و."

ښاغلي پرنس د افغانستان لپاره د پلان په جزئیاتو کې وویل چې د افغانستان د ملي اردو د هر کنډک سره به خپل ٣٦ وسله وال وگماري، چې د افغان سرتیرو سره به یو ځای اوسیږي، مشوره به ورکوي او که اړتیا وه یوځای به ورسره جنگیږي.

پرنس وایي په وړاندې کړي پلان کې یې پاکستان هم شامل دی، ځکه چې د حقاني ډله او هر هغه وسله وال باید له منځه یوړل شي چې د افغانستان د حکومت سره جنگیږي.

له ایرک پرنس سره د ایوب خاورین بشپړه مرکه دلته کتلی شئ.

دافغانستان د جگړې لپاره د اېرېک پرنس پلان
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:25 0:00

د اېریک پرنس وړاندیز له ستونزو او مخالفتونو سره مخامخ دی. ولسمشر ټرمپ ویلي چې د افغانستان په اړه پر نویو وړندیزونو باندی غور کولو ته چمتو دی. که چېرې ولسمشر ټرمپ د پرنس پلان منظور کړي نو هغه به دامریکا د نظامي مشرانو له دې خبرې نه تېریږي چی وايی دا پلان ېې نه خوښېږي.

زیات شمیر افغانانو هم ددې پلان په اړه شک څرگند کړی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټوېټر کې لیکلي دي چې دی په ټېنگه له ددې پلان سره مخالفت کوي.

ښاغلي کرزي دا پلان د افغانستان پر ملي حآکمیت یو څرگند تیری بللی دی.

XS
SM
MD
LG