د لاس رسي وړ اتصالات

طبیعي ناورین روهینګي کډوال ګواښوي


لږ تر لږه ۱۰۰زره کسان د ځمکې ښویدنې او سیلابونو له ګواښ سره مخامخ دي
لږ تر لږه ۱۰۰زره کسان د ځمکې ښویدنې او سیلابونو له ګواښ سره مخامخ دي

ملګري ملتونه وایي په بنګلدېش کې شاوخوا ۱۰۰زره روهینګیايي مسلمان کډوال د سختو موسمي بارانوانو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو راپور وايي چې دغه کډوال په خټیونو کورونو، کمپونو او کېږدیو کې ژوند کوي چې د موسمي طوفانونو، بارانونو او سیلابونو له ګواښونو سره مخ دي.

تېرکال لسګونه زره روهنیګايانو د تاوتریخوالي له کبله خپل کورونه پرېښودل او له برما څخه بنګلدېش ته وتښتېدل. مرسته رسوونکي وایي دغه کډوال په نامناسبو کمپونو کې ځای پر ځای کړل شوي دي چې د طبیعي پيښو په وړاندې هیڅ مقاومت نلري.

د ملګري ملتونو یو راپور وایي "لږ تر لږه ۱۰۰زره کسان د ځمکې ښویدنې او سیلابونو له ګواښ سره مخامخ دي. دوی باید نورو ځایونو ته ولیږدول شي".

د رویټرز د راپور په اساس د ځایونو د کموالي له کبله مېشتو کډوالو ته د ژوند امکانات سخت او د ساري نارغیو ګواښونه هم زیات دي. تر دې دمه ۳۵ روهینګیايي کډوال د بېلابېلو ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د کډوالو په کمپونو کې د کولرا ۴۸۶۵ پېښې تثبیت او موندلې دي. د نړۍ د روغتیا سازمان وايي چې ۵۰۰۰۰۰ ماشومانو ته یې د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي واکسینونه کړي دي او ټاکل شوې چې را روانه اونۍ ۳۵۰۰۰۰ نورو ماشومانو ته هم واکسین کول پیل کړي.

د روهینګیا مسلمانانو په تېر اګست کې د برما د پوځ د عملیاتو له کبله خپل کورونه پرېښودل. دوی تور لګوي چې د برما پوځ د مسلمانانو په ضد عملیات کوي او هڅه یې دا ده چې په هغه هېواد کې د مسلمانانو نسل ختم کړي، خو د برما پوځ دا تور ردوي او ټېنګار کوي چې د دوی عملیاتو د ترهګرو پر ضد دي.

له فضا څخه اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې د روهینګیا د مسلمانانو کلي، کورونه او بانډې سوځول شوي دي، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو د برما له حکومت څخه غوښتي چې د روهینګیا مسلمانانو پر ضد تاوتریخوالی ختم کړي.

XS
SM
MD
LG