د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غونډه کوي 


د اروپايي ټولنې د مشرانو د یوې پخوانۍ غونډې تصویر
د اروپايي ټولنې د مشرانو د یوې پخوانۍ غونډې تصویر

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري۲۵) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول جوزپ ‌بورل په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې وروستیو بدلونونو ته په کتو پتیل شوې چې دا غونډه وشي.

نوموړي لیکلي دي: «افغانستان په یوې څلور لارې کې ولاړ دی. د خلکو امنیت او سلامت او همدغه راز نړیوال امنیت قمار ته اېښودل شوي.»

اروپايي ټولنه هڅه کوي چې خپل افغان کارکوونکي پیدا او د غړو هېوادونو په مرسته یې یو مصئون ځای ته انتقال کړي خو د دغو افغان کارکوونکو شمېر لا معلوم نه دی.

د اروپايي ټولنې یو ویاند رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د افغان کارکوونکو د اېستلو مسئله مهمه ده او دوی یې جدي ګڼي.

تمه کیږي چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه به اروپا ته د افغان کډوالو د ورتګ په اړه د طالبانو د واکمنۍ پر اغیزو هم خبرې وکړي.

په همدې حال کې اترېش ویلي د هغو افغانانو اېستل به روان ساتي‌ چې پناه غوښتنې یې رد شوي دي.

یو شمېر اروپايي هېوادونه دا اندېښنه هم لري چې د طالبانو له راتګ وروسته به اروپا ته د افغان کډوالو ورتګ نور هم چټک او زیات شي.

XS
SM
MD
LG