د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالۍ موضوع؛ اروپایي اتحادیې ته د پاشل کیدو خطر پیښ کړی


د اروپایي اتحادیې مشرانو تر ټاکل شوې رسمي سرمشریزې وړاندې، یوه غیر رسمي غونډه هم وکړه
د اروپایي اتحادیې مشرانو تر ټاکل شوې رسمي سرمشریزې وړاندې، یوه غیر رسمي غونډه هم وکړه

اروپایي اتحادیه د کډوالو پر موضوع په بروکسل کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د بیړنۍ غونډې چمتووالی نیسي.

د کډوالو پر موضوع د غړو هیوادونو تر منځ اختلافات دومره جدي شوې دي، چې اتحادیه د پاشل کیدو له خطر سره مخامخ ده.

د همدې اختلافاتو په ترڅ کې په یوه کشتۍ کې سل پناه غوښتونکې سپاره وه، او څلور ورځې په بحر کې سرگردانه گرځیده. ایټالیا خپل ساحل ته نه پریښوده او بالاخره نن د ساحلي ښارگوټي ښاروال له مرکزي حکومت څخه د انسان دوستی پر بنسټ د وروستي ځل لپاره د رحم غوښتنه وکړه او پناه غوښتونکي له کشۍ کښته شول.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر د ښی اړخې گوند رئیس دی او په اروپا کې د مهاجرینو پرضد د غورځنگ مشر دی.

وزیر ماتیو سالویني نن لیبیا ته تللی وه او له هغه هیواد څخه یې غوښتنه وکړه چې د کډوالو کشتیو ته اجازه ورنکړي.

ایټالیا غواړي چې اروپایي اتحادیې ټول غړي باید مساوي کډوال ومني، او د کډوالو د سکریننگ یعني سره مرکو او د هغوی د منل کیدو او یا نه منل کیدو د پریکړې مرکزونه باید په افریقا کې جوړ شي.

د اروپایي اتحادیې کمیشنر جین کلاوډ ینکر تیر کال په خپله کلنۍ وینا کې ویلي وه چې توپانونو د اتحادیه کشتۍ لړزولې ده. هغه مهال یې د بریتانیې وتلو ته اشاره کړې وه. نهه میاشتې وروسته، یو ځل بیا باد را الوتی دی او ځینې اندیښمن دي چې دا ځل د اتحادیې کشتۍ ډوبیدلی شي.

XS
SM
MD
LG