د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل یکشنبه فبروري څلور (سلواغې ۱۵) خبرداری ورکړ چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په ادارې د مالي مرستو ځنډول "بې حده غیر منطقي" پریکړه ده.
ښاغلي بوریل ویلي چې په UNRWA باندې د مالي مرستو بندول "نا موزون او خطرناک" دي او دا یې هم ویلي چې د دې پریکړې له کبله ښایي د سلګونو زرو کسانو ژوند د خطر سره مخ شي.
د اروپایي اتحادیې دې جګپوړي چارواکي ویلي، " پداسې حال کې یو شمیر مهمو بسپنه ورکوونکو بودجه ځنډولې خو پدې هکله وسیع فهم هم موجود دی چې UNRWA په غزې کې د ۱.۱ ملیون ډیرو کسانو لپاره د حیاتي مرستو چمتو کولو لپاره مهمه ده چې د تبا کوونکي لوږې او ناروغیو خپریدو څخه ځوریږي".
جوسیپ بوریل په یوې مقالې کې لیکلي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دې ادارې د هغو ادعاوو په هکله چې ګواکې ځینو مامورینو یې تیر کال د اکټوبر په اوومې په اسرائیل د حماس په برید کې لاس درلود، په سمدستي توګه اقدام وکړ او پلټنې یې پیل کړلې.
ښاغلي بوریل دا تورنه جدي وبلل او دا یې هم وویل که واقعیت ولري، هغوي چې پکې لاس لرې بې سزا باید پاتې نشي.
اسرائیل پدې ادارې تور لګولی چې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې په بریدونو کې یې یو شمیر کار کوونکو لاس درلود. د اسرائیل همدې تور څخه وروسته لویدیځو هیوادونو پرې مالي مرسته وځنډوله.
د UNRWA مشر فلیپي لازاریني په یوې اعلامیې کې ویلي، " دا ټکان ورکوونکي ده چې د دې ادارې یوې وړې ډلې په مامورینو د تور په غبرګون کې بودجه ځنډیږي".
UNRWA د اسرائیل تورونو څخه وروسته خپل ګڼ شمیر مامورین له دندو لیرې کړل او دا ژمنه یې هم وکړه چې د دې ادعاوو په هکله چې لا هم مشخصې شوې ندي، بشپړې پلټنې به کوي.
متحده ایالات، اسټرالیا، کاناډا، فنلنډ، جرمني، ایټالیا، سویټزرلینډ، هالنډ او بریتانیه هغه هیوادونه دي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دې ادارې سره یې مالي مرستې ځڼدولي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې چې د سولې نوبل جایزې لپاره هم پخوا نومول شوې وه خبرداری ورکړی که مالي مرستې ورسره پیل نشي، مجبور به وي چې د همدې میاشتې تر پایه به خپل فعالیتونه بند کړي.
ملګرو ملتونو د UNRWA فعالیتونو په هکله د حساب تصفیه کولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د همدې څیړنو د نتیجې پر اساس به پریکړه وشي چې آیا پدې ادارې مالي مرستې بندې شي که نه.
فورم \ دبحث خونه