د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیه: د معافیت کلتور له منځه وړل د فساد له منځه وړل دي


په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي ویلي، چې عدلي او قضائي سکټور د افغانستان په عامه اداره کې تر ټولو فاسده برخه ده او باید په قضائي سیستم کې په لوړه کچه ژور بدلونونه راشي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د ځانګړي استازي له دفتر په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې فاسده قضاء ددې لامل شوې چې په کلیوالو سیمو کې خلک د عدالت لپاره غیری رسمي قضاء ته مخه کړي او غیری رسمي قضاء د دولت د وسله والو مخالفینو او جنګسالارانو په ولکه کې ده.

پدغه اعلامیه کې د اروپايي اتحادیې د استازي فرانز مایکل میلیبن له قوله لیکل شوي، "افغانان د قانون د نه تطبیق په حسرت کې دي. د اصلاحاتو عملي کېدل له ډېرې اوږدې مودې راهیسې له ځنډ سره مخ دی. که څه هم مونږ په قضائي سکټور د ځینو پرمختګونو شاهدان وو، د لوی څارنوالۍ له خوا د فساد په ضد د مبارزې د عدلي مرکز د ایجادولو شاهد وو خو یو ټکی باید واضح وویل شي، چې د اصلاحاتو بهیر فوق العاده کرار دی".

مایکل میلبن دا هم ویلي، چې د بخښنې کلتور له منځه وړل په حقیقت کې د فساد له منځه وړل دي، هغه ویلي، چې قضائي سکټور چې په ويناء یې خپله فاسد دی باید په لوړه کچه اصلاحات راولي او نوي خلک د وړتیا په اساس په دندو وګماري.

مایکل میلبن د افغان حکومت پر مشرانو غږ کړی، چې د فساد کلتور له منځه یوسي او د دې کار لپاره د بخښنې له منځه وړل خورا مهم دي.

اروپايي اتحادیې ویلي، چې سږ کال د مارچ له شپږ ویشتمې یعنې له نن ورځې به د اپريل تر دوهمې نېټې پورې له فساد سره د مبارزې کلنی کمپاین وکړي.

دا اتحادیه وايي، د سږني کال د کمپاین هدف یې په قضائي سیستم کې د فساد له منځه وړل دي.

هڅه مو وکړه، چې د سترې محکمې غبرګون واخلو خو سترې محکمې غبرګون ونښود. تر دې وړاندې افغان مشرانو منلې چې په قضائي سیستم کې کمزورۍ شته.

ولسمشر غني یوولس ورځې وړاندې د سترې محکمې د قضائي سیمینار په پای کې ټینګار درلود چې لا هم د قانون د حاکمیت فرهنګ وجود نه لري او زورواکي ځانونه تر قانون لوړ بولي.

ولسمشر غني ویلي وو چې د سیاسي ثبات لپاره د عادلانه محکمو شتون حتمی دی، د ولسمشر په باور کله چې قانون کمزوری وي، نو خلک بیا د عدالت لپاره نورې مرجعې لټوي.

XS
SM
MD
LG