د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال؛ 'د بشري حقونو مدافعین له ګواښ سره مخ دي'


پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د یو کال پوره کېدو سره، د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ یو شمېر نړیوال بنسټونه وايي، په دغه هیواد کې د بشري حقونو د مدافعینو په ځانګړي ډول د ښځو ژوند خراب شوی دی.

د بشري حقونو دغو بنسټونو ویلي چې طالبانو یو کال مخکې په افغانستان کې د دوهم ځل لپاره واک ته رسېدو پرمهال بشري حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقوقو او د بیان ازادۍ ته د احترام کولو ژمنه کړې وه، خو طالبانو په دې برخه کې له بشري حقونو څخه سرغړونې کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون، د شکنجې په وړاندې نړیوال سازمان، اسیافورم (ASIA-FORUM) او د لومړی خط مدافعینو (Front Line Defenders) پرون جمعه اګست ۱۲ (زمري ۲۱) په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پنځلسمې وروسته په افغانستان کې د غچ اخیستونکو اقداماتو او د بشري حقونو له مدافعینو څخه د هر ډول نه ملاتړ شاهدان دي.

د دغه بنسټونو په باور ښځې او نجونې، قومي او مذهبي اقلیتونه، هغه کسان چې د سرغړونو او د زیانمن شوو کسانو د حقوقو په اړه خبرې کوي، په قصدي توګه هدف ګرځول شوي دي.

اعلامیې ویلي د بشري حقونو مدافعین چې د خپلې ټولنې لپاره دنده تر سره کوي، له کافي ملاتړ، سرچینو ته د لاس رسي، ساتنې او خوندیتوب له لاس رسي څخه بې برخې دي.

دوی همدارنګه ویلي چې د بشري حقونو مدافعین په ورځني ډول له غچ اخیستونکو اقداماتو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بشري حقونو مدافعینو د ملاتړ بنسټونو ویلي: "د بشري حقونو مدافعین په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو مدافعین،د طالبانو لخوا د پرله پسې ګواښونو او خطرونو سره مخ دي، ددې ډلې له خوا د اختطاف، نیونې، او خپل سري زنداني کېدو، فزیکي او رواني زیان، د کورونو تالاشي، له فزیکي ګواښ او مرګ، بیري، ازارولو او د کورنیو په وړاندې تاوتریخوالي سره مخ دي."

د دغه بنسټونو په وینا د بشري حقونو ښځینه مدافعینې هم له سیستماتیکې ځورونې سره مخ شوي دي او د خپل کار له حقوقو، ازادۍ، تګ راتګ، زده کړو ته د لاس رسي او په ټولنه او سیاسي مشارکت کې د ګډون له حق څخه محرومې شوي دي.

په دغه اعلامیه کې همدارنګه راغلي، هغه کسان چې غواړي د یادو ګواښونو له امله له افغانستان څخه ووزي، د وتلو لارې هم له زیاتو ستونزو ډکې شوي دي.

د بشري حقونو مدافعینو بنسټونو د څرګندونو له مخې قومي او مذهبي اقلیتونه په افغانستان کې له بریدونو سره مخ دي.

د دوی په وینا طالبانو د افغانستان په کندز، غزني، دایکندي، ننګرهار، فاریاب، بدخشان، پنجشېر او بغلان ولایتونو کې قومي اقلیتونه هدف ګرځولي، خو طالبانو مخکې ورته راپورونه یو طرفه او پروپاګند بللی و.

په اعلامیه ویل شوي هغه کسان چې غواړي دغه سرغړوني مستندې کړي هغوی هم له ګواښ سره مخ دي.

په دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعینو پر ملاتړ باندې ټینګار شوی دی. یادو بنسټونو ټیګار کړی چې اوس هغه وخت رسېدلی چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو مدافعینو څخه د ملاتړ په برخه کې عملي ګامونه واخلي او دا ډاډ تر لاسه شي چې طالبان ځواب ویونکي دي.

دوی د افغانستان لپاره د ملګرو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د تمدید غوښتنه هم کړې ده.

دوی د بشري حقونو د احترام په هدف پر طالبانو د فشار راوړلو او په افغانستان کې د طالبانو لخوا د منحل شوي بشري حقونو کمېسیون د بیرته فعالولو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټونو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي تر څو له طالبانو څخه وغواړي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ځانګړي راپور ورکوونکي ته اجازه ورکړي چې د افغانستان د ټولو هغو سیمو څخه چې د جنګي جرمونو تر سره کېدو راپور ورڅخه ورکړل شوی دی، لیدنه وکړي.

په بیان کې راغلي: "له طالبانو څخه دې وغواړي چې دا ډاډ ورکړي چې د نړیوالو او بشري قوانینو مطابق له هلکانو سره سم ،نجونې او ښځې هم له ټولو فرصتونو او کیفیت لرونکو زده کړو، په عمومي چارو کې د مشارکت له حقوقو څخه برخمنې دي."

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ورته راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقوقو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG