د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلاسن: د هغو افغانانو نیول غیر قانوني دي چې د خپلو حقونو څخه دفاع کوي


Afghanistan Protest
Afghanistan Protest

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن وايي د هغو افغانانو نیول یې غیر قانوني دي چې د خپلو حقونو څخه دفاع کوي.

نوموړي دا غبرګون تر هغه وروسته ښودلی دی چې طالبانو په افغانستان د ښځو د حقونو او د مدني ټولنو یو شمېر فعالان ونیول.

توماس نیکلاسن د سه شنبې په ورځ اکتوبردرییم ( تلې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د طالبانو له بند څخه د ندا پرواني، ژولیا پارسي او مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي: "د هغو افغانانو په خپلسر نیولو په اړه، چې د خپلو او نورو له حقونو دفاع کوي، غیرقانوني دي. هغوی همدا شان په کور دننه د مشروعیت لپاره لازم باور او رغنده ډیالوګ کمزوری کوي."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ او امنیت لپاره ددغې څانګې ویاندې میرمن نبیلا مسرالي هم د دوشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د طالبانو د چارواکو څخه په خپلسر نیونو د بهیر د بندیدو غوښتنه کړې وه.

میرمن نبیلا مسرالي د ښځو د حقونو ددغو دوو فعالانو ندا پرواني او ژولیا پارسي اوهم د نجونو د زده کړو د ملاتړي او د "قلم لار" د ټولنې د مشرمطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

د رپوټونو له مخې طالبانو امنیتي ساتوونکو د سپټمبر ۱۹ (وږي ۲۸) ندا پرواني د خپل څلورکلن زوی او میره سره نیولې ده او د هغې وروسته یې ژولیا پارسي له خپل زوی سره د سپتمبر په ۲۷ مه (تلې پنځمه) د کابل ښار په قلعه فتح الله ساحه کې ونیوله، چې دا دواړه فعالانې لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.

خو د نجونو د زده کړو د ملاتړي او د "قلم لار" د ټولنې مشرمطیع الله ویسا له شپږو میاشتو څخه د زیاتې مودې راهیسې طالبانو سره بندي دی.

د بخښنې نړیوال سازمان او افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" هم په جلا جلا اعلامیو کې د ښځو د حقونو ددغو دوو فعالانو او د مدني ټولنې د نورو فعالانو د خوشې کیدو غوښتني کړي دي.

همداشان د ښځو د حقونو ځینو خوځښتونو هم د اعتراضي غونډو او اعلامیو په خپرولو سره ددغو دوو ښځینه فعالانو په ګډون د ټولو فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه ددغو دوو ښځینه فعالانو د نیولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته یو زیات شمېر ښځینه فعالانې، خبریالان، منتقدین او د دوی د حکومت مخالفې څېرې نیولي دي، چې د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا او افغاني الاصله فرانسوۍ خبریال مرتضی بهبودي هم په کې شامل دي چې له څو میاشتو راهیسې د دغې ډلې په توقیف کې دي.

تیره اونۍ یوناما په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر چارواکو غږ وکړ، چې خپلسري توقیفونه ودروي اودا ډاډ ترلاسه کړي چې ټول بندیان کورنیو، وکیلانو او روغتیا پاملرنې ته لاسرسی لري او د عادلانه محاکمې حقونه یې خوندي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG