د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه روسانو ته د توریستي ویزې په ورکړه ویشل شوې 


په داسې حال کې چې د اروپایي ټولنې هیوادونه روسانو ته د توریستي ویزې د ورکولو پر سر ویشل شوي، کرملین وایي دا کار «غیر منطقي» دی.

جرمني او فرانسې د سه شنبې په ورځ اګسټ ۳۰ (وږي ۸) د اروپایي ټولنې له لورې روسانو ته د ګرځندوی د ویزې د بندیز په وړاندې خبرداری ورکړ او وویل چې دا کار به ګټه ونلري.

د فرانسې او جرمني دغه خبرداری پداسې حال کې د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو ترمنځ اختلاف په ډاګه کوي چې ددې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پدې اړه بحث ته تیاری نیسي.

د اروپایي ټولنې ختیځ او شمالي هیوادونه په ټینګه ددې ډول بندیز ملاتړ کوي او وایي اروپایي ټولنې ته سفر یو امتیاز دی نه یو حق، او دا کار روسانو ته اجازه ورکوي چې په اروپایي سواحلو کې پداسې حال کې میلې وکړي چې هیواد یې پر اوکراین باندې یرغل کړی دی.

کرملین روسانو ته د ویزې نه ورکولو وړاندیز غندلی او هغه یې «غیر منطقي» ګڼلی دی، او پاریس او برلین بیا دلیل راوړی چې د جګړې څخه د شپږ میاشتو په تیریدو سره اروپایي ټولنه باید عادي روسانو ته سزا ورنکړي کوم چې ښایي د خپل حکومت له اقدام سره موافق نه وي او لویدیځ ته لیوالتیا لري.

فرانسې او جرمني په یو ګډ یادښت کې چې د رویترز اژانس لیدلی، ویلي دي چې: «موږ د خپلو ویزو په پالیسۍ کې د لرې ترلاسه کیدونکو محدودیتونو په وړاندې د احتیاط وړاندوینه کوو، د دې لپاره چې د روسیې د روایت د خپریدو او ... د راتلونکي نسلونو د پردي کولو مخیوی وشي."

د اروپایي ټولنې یو دپلومات وایي پدې موضوع باندې اختلاف پدې معنی دی چې د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې په دوو ورځنیو غونډو کې موافقه ناشونې ده.

دغه دپلومات وایي، خو د بهرنیو چارو وزیران ښایي په یو موقتي تفاهم کې په اوصولو سره پدې موافقه وکړي چې د ویزې د ورکړې د اسانتیا توافق لغو کړي چې دا به د روسانو لپاره پدې معنی وي چې د ویزې د اخیستلو اوږده پروسه تیره کړي او د ویزو لپاره د ۳۵ یورو پر ځای ۸۰ یورو محصول ورکړي.

XS
SM
MD
LG