د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین پر اټومي پټۍ تازه بریدونه، چارواکو د وړانګو د خپریدو خبرداری ورکړی


په داسې حال کې چې اوکراین او روسیه یو بل د اوکراین د ژاپورژیا اټومي انرژۍ پر بټۍ په تازه بریدونو تورونوي، ددغه اټومي بټۍ مسولینو د راډیو اکتیف د خپریدو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ژاپورژیا اټومي بټۍ چې د اوکراین په جنوب کې ده پر هغه هیواد د روسیې د برید له پیل څخه د روسي ځواکونو له خوا نیول شوېده.

کیف او مسکو تل په یو بل تور لګوي چې اټومي بټۍ ته یې نږدې سیمې په راکټونو ویشتي، دا د اروپا ستره اټومي‌ بټۍ ده چې د اوکراین په انرژیګودر ښار موقعیت لري.

د یادې اټومي بټۍ مسوول انرګوټم د شنبې په ورځ اګست ۲۷ وویل چې روسي ځواکونو د تیرې ورځې راهیسې په دوامدار ډول پر دې بټۍ بریدونه کوي.

د روسیې دفاع وزیر ورته ادعا کړېده او ویلي دي چې اوکرایني ځواکونو د بټۍ شاوخوا سیمې په ۱۷ توغندیو ویشتلي دي.

​د روسیې دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې اوکرایني ځواکونو د دنیپرو سیند له هغې غاړي له ماګانتس ښار څخه د اټومي بټۍ سیمې درې ځله په راکټونو ویشتې ده.

د ژاپورژیا اټومي بټۍ مسوول انرګوټم پر خپله ټلیګرام پاڼه لیکلي:" د دوره یي بریدونو په نتیجه کې، د بټۍ بنسټونو زیان لیدلی دی، د هایدروجن او راډیواکتیف موادو د خپریدو خطر شته او د اورلګیدنې خطر هم زیات دی."

د بټۍ مسولینو ویلي‌ دي چې هغوی د شنبې له ورځې څخه د وړانګو او اورلګیدنې په وړاندې د خوندیتوب د ستندردونو په نقض سره فعالیت کوي.

د بریښنا قطع کیدل

د ژاپورژیا اټومي بټۍ مسول وویل چې په تیرو څلورو لسیزو کې د یادې بټۍ بریښنا د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ د "یرغلګرو د اعمالو" له امله قطعه شوه.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي وویل بریښنا د روسي ځواکونو په بریدونو کې وروسته له هغه قطع شوه چې د بریښنا وروستی فعال لین چې له شبکې سره وصل وو قطع شوی دی.

که څه هم بریښنا بیرته د جمعې په ورځ له غرمې وروسته فعاله شوه خو زیلنسکي خبرداری ورکړ چې ناوړه حالت تل د روسیي ځواکونو له خوا رامنځ ته کیږي.

بلخوا د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په یاده بټۍ کې د خوندیتوب د وضعیت او د امنیت په هدف ډیر ژر په یاده بټۍ کې د ماموریت غوښتنه کړېده.

XS
SM
MD
LG