د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په ملګرو ملتونو کې د اټومي بې وسلې کولو د متن د تصویب مخنیوی وکړ


روسیې د جمعې په ورځ اګست ۲۶ (وږې څلورمه) د اټومي بې وسلې کولو د یوې معاهدې په اړه په ملګرو ملتونو کې د څلورو اوونیو کنفرانس په پای کې د یو مشترک متن مخنیوی وکړ او د یاد متن "سیاسي" اړخونه یې وغندل.

د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي‌ تړون چې ۱۹۱ لاسلیک کوونکي هیوادونه لري په هرو پنځو کلونو کې یووار په دې تړون بیا کتنه کوي.

ددغه څار او بیا کتنې هدف د اټومي‌ وسلو د پراختیا مخنیوی، په بشپړ ډول د اټومي بې وسلې کولو دودول او د سوله ایزو موخو لپاره له اټومي سولو څخه د استفادې دود شامل دي.

هیوادونو د اګست میاشتې له لومړې نیټې څخه راپدیخوا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې کابو یوه میاشت په دې اړه بحثونه وکړل، وروستی بحث د جمعې په ورځ وشو چې د څو ساعتونو لپاره وځنډید.

وروسته له هغه چې روسیې له متن سره مخالفت وکړ، په پای کې د کنفرانس مشر ګوستاوو زلاوونین وویل په داسې وضعیت کې " نه وو چې یو هوکړه لیک ترلاسه شي."

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي اګور ویشنویستکي وویل وروستی متن چې څه باندې ۳۰ پاڼې وو، تعادل یې نه درلود.

نوموړي وویل روسیه یوازینی هیواد نه وو چې د متن سره یې مشکل درلود:" زموږ هئیت له یو شمیر پاراګرافونو سره چې ښکاره سیاسي ماهیت یې درلود، یو عمده مخالفت درلود."

دغو خبرو ته د نږدو سرچینو په وینا، روسیې د اوکراین په ژاپورژیا کې د اټومي بټۍ په اړه متنونو سره چې اوس د روسیې د پوځ له خوا نیول شوې، مخالفت څرګند کړ.

د متن وروستي لاسوند، د ژاپورژیا په ګډون د اوکراین د انرژۍ د بټیو په شاوخوا کې د نظامي فعالیتونو په اړه "پراخه اندیښنه" څرګنده کړه.

په متن کې همدارنګه پر داسې محلاتو د اوکراین د کنټرول د نشتون په اندیښنه ښودلې شوې وه او پر خوندیتوب یې د منفي تاثیراتو یادونه شوې وه.

اتریش چې بې طرفه او غیر اټومي هیواد دی، د شنبې په ورځ اګست ۲۷ په خبرو کې یوازې د روسیې نه بلکې د لویو قدرتونو چلند او لید وغانده.

د اتریش حکومت په یو بیانیې کې ویلي:" په داسې حال کې چې د ۱۹۱ هیوادونو دریمې برخې د اټومي‌ بې وسلې کولو په برخه کې د با اعتباره پرمختګ ملاتړ وکړ، دا یوازې اټم لرونکي هیوادونه او تر ټولو پورته روسیه وه چې مقاومت یې وکړ."

په بیانیه کې ویل شوي، د معاهدې خلاف، بریټانیا، چین، فرانسه، روسیه او متحده ایالات د خپلو اټومي‌ وسلو د ښه والي او یا هم پراخ والي په حال کې دي.

ددغه کفنرانس ګډوالو همدارنګه د ایران د اټومي‌ پرمختګ او د شمالي کوریا د اټومي آزمایښتونو په ګډون په نورو مهمو اړوندو موضوعاتو بحث وکړ.

د کنفرانس په پیل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکړ نړۍ له داسې اټومي خطر سره مخ ده چې د سړې جګړې راوروسته لیدل شوې ندی.

XS
SM
MD
LG