د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني او فرانسه: څو چې اړتیا وي اوکراین څخه ملاتړ کوو


د فرانسې او اوکراین جمهور رئيسان امانويل مکرون او ولادمیر زیلینسکي او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز
د فرانسې او اوکراین جمهور رئيسان امانويل مکرون او ولادمیر زیلینسکي او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز

جرمني او فرانسې د چهار شنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغې ۱۹) له اوکراین سره په یوې درې اړخیزه غونډه کې له کیف څخه د متحدینو په اوږدمهاله ملاتړ ټینګار وکړ.

دا درې اړخیزه غونډه د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون په کوربه توب جوړه شوې وه.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز خبریالانو ته وویل کابو یو نیم کال مخکې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه جرمني او شریکانو یې د مالي، بشري او تسلیحاتي مرستو په کولو سره د کیف ملاتړ کړی دی.

نوموړي وویل:" تر هغه چې اړتیا وي دا کار به "اوکراین څخه ملاتړ" وکړو."

ولادمیر زیلنسکي یووار بیا له فرانسې او جرمني وغوښتل چې له هیواد سره یې ډیر ژر د جنګي الوتکو او ثقیله وسلو مرسته وکړي. هغه زیاته کړه وخت د روسیې په وړاندې د مبارزې اساس دی.

زیلینسکي زیاته کړه:" هر څومره ژر چې اوکراین لیرې واټن ویشتونکي ثقیله وسلې ترلاسه کړي، هر څومره ژر چې زموږ پیلوټان الوتکې ترلاسه کړي، هغومره ژر به د روسیې یرغل ژر پای ته ورسیږي او اروپا کې به سوله تامین شي."

د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون ژمنه وکړه چې هیواد به یې د روسیې د برید په وړاندې د اوکراین د بریا لپاره مرسته وکړي او د وسلو د ورکړې پر هڅو به ټینګار وکړي.

مکرون وویل فرانسه ژمنه ده چې بریا او د خپلو مشروع حقونو د بیرته ترلاسه کیدو په برخه کې له اوکراین سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، پاریس به کیف ته د وسلو د ورکړي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

خو په دې غونډه کې هیڅ لوري اوکراین ته د جنګي الوتکو د برابریدو پخلی ونکړ.

بلخوا بریټانیا ویلي چې په اوږده مهال کې د جنګي الوتکو د ترلاسه کیدو په برخه کې به د زیلینسکي وړاندیز وڅیړي. خو له دې سره سره متحده ایالات او د ناټو نور متحدین اوکراین ته د قوي وسلو د برابریدو په برخه کې د روسیې د تحریک کیدو له امله محتاطانه عمل کوي.

بریټانیا د یو مخکیني پروګرام تر څنګ چې تر اوسه یې کابو ۱۰ زره اوکرایني نظامیان جګړې ته چمتو کړي، کولی شي د اوکراین د جنګي الوتکو پیلوټان هم وروزي.

د بریټانیا د صدراعظم ریشي سوناک دفتر، په یوې اعلامیه کې ویلي د یاد هیواد د قانون وزیر ته یې لارښونه کړې څو په دې اړه څیړنې وکړي چې بریټانیا اوکراین ته څه ډول جنګي الوتکي ورکولی شي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا یوه اوږد مهاله حل لار ده نه یو لنډ مهاله قابلیت.

زیلینسکي له دې مخکې ویلي وو هرڅومره چې اوکرایني پوځیان دا تجهیزات ناوخته ترلاسه کړي په هماغه اندازه به په یاد هیواد کې تلفات زیات وي.

XS
SM
MD
LG