د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین ولسمشر د اروپا پارلمان ته په خبرو کې د نورو وسلو غوښتنه وکړه


ولادمیر زیلینسکي، د اوکراین ولسمشر
ولادمیر زیلینسکي، د اوکراین ولسمشر

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) د اروپايي ټولنې پارلمان ته د وینا پر مهال ددغې ټولنې پر مشرانو غږ وکړ چې مخکې له دې چې روسیه د تازه بریدونو دپاره خپل ځواکونه چمتو کړي، اروپا باید اوکراین ته د وسلو په ورکولو کې بیړه وکړي.

زیلینسکي خپلو اروپایی سیالانو ته وویل: "موږ اړتیا لرو چې د خپلې همکارۍ پروسه پیاوړې کړو، باید تر یرغلګرو وړاندې دا کار وکړو."

د اروپا د پارلمان مشرې روبرټا میتسولا وویل چې هغه د نورو مرستو دپاره د زیلینسکي د غوښتنې ملاتړ کوي.

مېرمن میتسولا وویل: "موږ پوهیږو چې ستاسو خلکو د اروپا لپاره قرباني ورکړې او موږ باید دې ته نه یوازې په خبرو بلکې په عمل کې ارزښت ورکړو."

میتسولا د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو وغوښتل چې لازم اقدامات وکړي. هغې وویل: "تاسو باید ګټونکي شئ. او اوس [د اروپايي ټولنې] غړي هیوادونه باید ژر تر ژره د راتلونکي ګام په توګه د اوږد واټن هغه وسلو او جټ الوتکو په اړه فکر وکړي چې تاسو ورته د خپلې آزادۍ د دفاع دپاره اړتیا لرئ."

زیلینسکي وویل چې اوکراین د متحدینو په ملاتړ، دا وخت په عصري نړۍ کې د اروپا ضد د تر ټولو لوی ځواک په وړاندې مبارزه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې اروپايي ټولنه پلان لري له اوکراین سره نورې پوځي مرستې وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم له زیلینسکي سره د اروپا د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره تللی و.

وروسته له هغه چې روسیې د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین برید پیل کړ، دا د زیلینسکي دویم بهرنی سفر دی چې غواړي د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین جګړې ته ملاتړ راجلب کړي. اوکرایني چارواکو ویلي چې دوی تمه لري چې روسیه به د دې میاشتې په وروستیو کې د دې هیواد په ختیځ کې په داسې حال کې نوي بریدونه پیل کړي، چې د اوکراین د اشغال لومړۍ کلیزه را نږدې کیږي.

زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ لندن ته سفر وکړ چې د روسیې د نږدې یو کلن یرغل په وړاندې له اوکراین څخه د بریتانیا د خلکو د ملاتړ مننه وکړي او وړاندوینه یې وکړه چې اوکراین به دا جګړه وګټي.

همداشان د چهارشنبې په ورځ، د جرمنين صدراعظم اولاف شولتز او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پاریس کې له زیلینسکي سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې، د کیف څخه خپل دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG