د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: روسیه د اتومي انرژۍ د تولید له اشغال شوي مرکز څخه توغندي‌ وروي 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

په داسې حال کې چې روسیه وایي د اوکراین د اتومي انرژۍ د تولید په اشغال شوي مرکز کې یې وسلې ځای په ځای کړي‌ دي،‌ ټاکل شوې اروپايي ټولنه د اوکراین د جکړې له کبله په مسکو باندې د نورو بندیزونو په اړه بحث وکړي.

د اوکراین د اتومي انرژۍ د تولید د مرکز مشر پیترو کوتین وویل چې د نړۍ د اتومي‌تولید په دغه لوی مرکز کې وضعیت خراب دی. هغه وویل چې روسیې په دغه مرکز کې د میزایل توغولو وسیلې ځای په ځای کړي‌ او د اوکراین نورې سیمې په نښه کوي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې په روسیې د بندیزونو په لړ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د روسیې د سرو زرو په پير او اخیستلو د بندیز په اړه خبرې وکړي. د جي-۷ هېوادونو وار دمخه له روسیې څخه د سرو زرو په وارداتو بندیز لګولی و.

اټکل کېږي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د روسیې د ځینو نورو لوړ پوړیو مقاماتو نومونه هم د خپلو بندیزونو په لست کې ورزیات کړي.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسلا فون درلاین په روسیې باندې د نورو بندیزونو له وړاندیز وروسته وویل چې مسکو باید په اوکراین باندې د برید له کبله لویه بیه پرې کړي.

د اروپايي ټولنې یو مقام ویلي دي چې په دې اړه به خبرې سبا پيل شي،‌ خو تصمیم به سبا ونه نیول شي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پيل کړی دی چې د کیف د مقاماتو په خبره تر دې دمه زرګونه ولسي خلک وژل شوي‌ او ډېر تاسیسات وران او ویجاړ شوي‌دي.

د روسیې د دفاع وزارت په رسمي ویبسایټ کې یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې د دغه هېواد د دفاع وزیر خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې دي چې په نیول شویو سیمو باندې د اوکراین د ځواکونو د بریدونو د مخنیوي‌لپاره دې خپل بریدونه زیات کړي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمير زیلیسنکي ویلي دي چې‌ روسیه غواړي‌ اوکراین له خاورو سره خاورې کړي خو وايي‌چې اوکراین به وپايي.

XS
SM
MD
LG